د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سېکان وايي د ناامنۍ له وجې پنجاب ته کډه کېدو ته مجبور دي


په تېرو کلونو کې سېکانو په پېښور کې د هدفي حملو او ناامنۍ ضد مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې سېکانو په پېښور کې د هدفي حملو او ناامنۍ ضد مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا سېکان وايي چې په صوبه کې بالعموم او په ځانګړي ډول په پېښور کې د ناامنۍ او هدفي حملو له وېرې پنجاب او د پاکستان نورو سیمو ته کډه کېدو ته اړ شوي دي.

دوی د سېپټېمبر پر ۲۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې یې مذهبي ازادي لرله، خو د ناامنۍ له وجې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د پېښور یو سېک مشر صاحب سېنګ مشال راډیو ته وویل پخوا یې په خیبر ضلع کې کاروبار درلود او کورنۍ یې هم هلته مېشته وه خو په ۲۰۰۸ز او ۲۰۰۹ز کلونو کې په هغه ضلع کې "ترهګري" زیاته شوه چې پرضد یې پوځ عملیات وکړل، نو زیاتره سېکان پېښور ته کډه شول.

دی وايي، پخوا په خیبر ضلع کې د سېکانو "۴۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو اوس صرف شپږ کسان هلته دي، کاروبار کوي، خو [کورنۍ] یې ورسره نه اوسي."

د سېنګ په خبره، هلته د ناامنۍ له وجې زیاتره سېکان پېښور او ځینې نور یې بیا د پنجاب حسن ابدال او ننکانې صاحب ته ولاړل خو "اوس پېښور کې هم حالات داسې دي چې خلک پنجاب ته [کډه] کېږي."

صاحب سېنګ زیاتوي چې سېکان له حکومته له امنیت پرته نور هېڅ نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جون کې وسلوالو په پېښور کې یو سېک وویشت او پولیسو وویل چې له پلټنو ښکاري چې پر ۳۵ کلن منموهن سېنګ هدفي برید شوی دی.

تر دې مخکې وسلوالو په اپرېل کې په پېښور کې یو سېک حکیم دیال سېنګ په خپل دوکان کې وواژه. په ۲۰۲۲ز کال کې هم په پېښور کې په دوکان کې دوه سېکان وژل شوي ول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په هم هغه میاشت کې له حکومته غوښتي ول چې د سېکانو ژوند دې خوندي کړي.

د خیبر پښتونخوا سېکان وايي چې لومړی یې کورنۍ له قبایلي ضلعو پېښور ته ولاړې او هلته یې کاروبارونه پیل کړل خو اوس شاوخوا ۵۰ فیصده سېکانو پېښور هم پرېښی دی.

د سېکانو یو فعال ګورپال سېنګ د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پخوا په خیبر، اورکزیو او کورمه کې ګڼ سېکان اوسېدل خو هلته په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنیو زیاتېدو او بیا د پوځي عملیاتو له کبله پېښور او د پاکستان نورو ښارونو ته کډه شول.

دی وايي، سېکان په پېښور کې خپل امنیت ته زښت اندېښمن دي. "موږ نه سرکاري [نوکري] غواړو، نه بل څه غواړو. سېکان یو پرامن قوم دی. نو موږ وايو چې د دوی [هدفي وژنې] دې سمدستي بندې شي او د کومو خلکو چې په نورو ضلعو کې کورونه وران شوي، هغوی ته دې معاوضه ورکړي. زموږ [د ټولنې غړو] د وېرې او خوف له وجې د کوچیانو غوندې کډې روانې کړې وي، کله چېرې ځو او کله چېرې."

له بونېره تر ننکانه صاحب
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:53 0:00

مشال راډیو د سېکانو د اندېښنو په اړه د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت له چارواکو سره رابطه وکړه خو د هغوی دریځ یې ترلاسه نه کړای شو.

البته د صوبې د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر فېروز جمال کاکاخېل سږ کال په اپرېل کې د دیال سېنګ تر وژنې وروسته مشال راډیو ته ویلي ول چې پر هغه د برید پلټنې کوي او کورنۍ ته یې تاوان ورکوي.

لنډمهالي وزیراعلا اعظم خان هغه مهال پولیسو ته امر کړی وو چې پر مذهبي لږکیو په حملو کې ککړ کسان ونیسي.

د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومتونه، پولیس او پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد بې توپیره اقدامات کوي او د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې هدفي عملیات دوام لري.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG