فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره کیمپېن روان دی او زیاترو ګوندونو خپل منشورونه اعلان کړي دي. د خیبر پښتونخوا په خیبر کې هم نوماندانو له ولس سره رابطو، ملاقاتونو او غونډو ته دوام ورکړی دی. د هغې ضلعې اوسېدونکي له نوماندانو څه غوښتنې او هیلې لري؟
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک(کسټم) یو چارواکی ایمل شینواری، چې د خیبر د تاجرانو ډلې سره ننګرهار ته تللی وو، د جنورۍ پر ۲۶مه ناوخته یې مشال راډیو ته وویل چې هلته په شوی غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو خواو ډرایورانو ته به سهولتونو ورکړل شي.
دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا رنګه افغانستان ته په نورو ټرانزییټي لارو د اوښتو لپاره افغان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.
مظاهرچیانو وویل چې حکومت دې افغان ډرېورانو ته د تورخم پر صفري نقطه پر پاسپورټ د ویزې لګولو اسانتیا ورکړي او چې کله هم حکومت د لارې تړلو پرېکړه کوي نو سوداګر دې وار له مخه خبروي چې هغوی مال نه باروي او له تاوان سره نه مخامخېږي.
په تورخم کې د ولاړو ټرکونو ډرایوران: د کروړونو روپيوو مالونه مو خرابېږي
په تورخم کې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پخوا به یې د وفاقي حکومت په امر افغان ډرېورانو او ناروغانو ته بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکوله خو اوس د نوي حکم پر اساس دا کار نه شي کولای.
په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۴مه یې پر دویمه ورځ هم هغو ډرېورانو ته پاکستان ته د ګاډو داخلولو اجازه ور نه کړه چې ویزې او پاسپورټونه یې نه لرل.
په تورخم کې یو انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دا لاره د دواړوو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې ده.
د يادې سيمي ځينو استازو د جنورۍ پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې دوه کاله پوره کېدو باوجود ورته رسمي حیثیت نه دې ورکړل شوي او له فنډونو هم محرومه دي.
خو د خیبر د کانونو او مینرالونو د اتحادیې (ایسوسي ایشن) مشر اصغر خان افریدي مشال راډیو ته وویل چې په قانوني طریقه د سیمې د معدنیاتو د ویستو لپاره یې اسناد حکومت ته ورکړي وو
کارخانو مارکیټ کې زیاتره دوکانداران د افغانانو سره په ګډه کاروبار کوي. دغه مارکیټ د بهرنو توکو لپاره مشهور دی او د پاکستان له بېلا بېلو برخو ورته خلک د سودا دپاره ورځي.
د خیبر پښتونخوا پولیس د سیمه ییزو شخړو د هواري لپاره جرګه لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي. په هغه جرګه کې د سیمې پوهان غړیتوب لري او دوی د پولیسو په مرسته د خلکو ترمینځ شخړې هواروي.
په پېښور کې میشت یوشمېر افغان کډوالو مشال راډیو ته وویل چې وروستیو حالات د بې یقینۍ سره مخ کړي دي او په ژوند او کاروبارونو یې بد اغیز پرېوتی دی.
د تورخم دروازې تړل کېدو له وجې دواړو غاړو ته د سوداګریز مالونو وړل بند شوي دي خو د خلکو تګ راتګ دوام لري. د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) دواړه خواوې غونډه کوي او هڅه کوي چې تر خبرو اترو وروسته دروازه بېرته خلاصه شي.
د لواړګي یو بل اوسېدونکي شاهد خان هم مشال راډیو ته ورته ستونزه یاده کړه او و یې ویل چې خلک هره ورځ د خیبر ضلعې له لیرې پرتو سیمو څخه سهار وختي د نادرا دفتر ته ځانونه رسوي خو تر ماښامه یې کارونه نه ختمېږي.
د تيرا د کډوالو د کمېټې مشر قسمت الله اپريدي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل، بېځايه شوي خلک اندېښمن دي چې د ژمي ورښتونه به يې قيمتي کورونه خراب کړي او حکومت به يې د پخوا په څېر د تاوان اندازه ډېره کمه ولګوي.
د پېښور تاج اباد په کچه ابادۍ کې میشت ۶۰ کلن ظاهر جان مشال راډیو ته وویل چې ټوله کورنۍ یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري خو په وروستیو کې د پولیس رویې سخت په تنګ کړی دی. "نه غواړم چې په پاکستان کې پاتې شم. پولیس راباندې چاپې وهي، کورونو ته دننه کېږي."
د خیبر ضلعې تعلیم محکمې د نومبر پر ۲۴مه، مشال راډیو ته په استولی خبر پاڼه کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په قبایلي ضلعو کې له شپږم ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګي پورې په سرکاري سکولونو کې د ښځینه زده کونکو میاشتینۍ وظیفو پروګرام تر ۲۰۲۵ز کال پورې غځولی دی.
په پېښور کې یو سوداګر کلیم الله وايي، پر تورخم د "مختلفو سختیو له وجې اوس زیات شمېر افغان سوداګر پاکستان ته نه راځي او د ایران منډیو ته یې مخه کړې ځکه چې ایران ویزه هم په اسانۍ ورکوي او ډېر سهولتونه ورکوي."
نور وښیئ