د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې خلک وايي پوليس يې پېښور ته پر لارې ځوروي


په باجوړ کې امنیتي سرتېري د بمونو شنډولو او لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په باجوړ کې امنیتي سرتېري د بمونو شنډولو او لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د باړې اوسیدونکي شکایت کوي چې پولیس یې په چیک پوسټونو باندې بې ځایه ځوروي او د هغوی ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

دوی وايي، د باړې او پېښور ترمنځ تګ راتګ ورته ډېر زیات ګران شوی دی. د دوی په وینا په دغه لاره د سفر پر مهال ترې په امنیتي پوستو باندې پولیس د ګاډو تالاشي اخلي، د مبایل ټیليفونه ترې ګوري او د مخدره موادو د قاچاق تور پرې پورې کوي.

د باړې ځینو اوسېدونکیو د اپریل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو له پکار دي چې یوازې د مشکوکو کسانو پلټنه وکړي، نه دا چې ټول خلک په عذاب کړي.

د امجد اپریدي په نوم د باړې یو اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل: "زه د ګاډو او د کپړې کاروبار کوم. زه چې پېښور ته پیسې وړم نو پولیس راته وايي چې دا د چرسو پیسې دي. دوی زما د مبایل پلټنه کوي او بې ځایه مې ځوروي."

نوموړی وايي، د باړې او پېښور ترمنځ په لاره د سېکټري پل نه نیولې تر حیات اباد ټول پلازې پورې څو ځایه پولیسو د چیک پوسټو ترڅنګ د سړکونو پر غاړه هم ناکې لګولې وي چې پکې د خلکو او ګاډو تالاشي اخلي.

د سفیر خان اپریدي په نوم د باړې یو بل اوسېدونکي هم مشال راډیو ته ورته شکایت وکړ. هغه وویل چې کله هغوی کوم ناروغ هم پېښور ته وړي نو پولیس یې تر پوښتنو لاندې نیسي او شک پرې کوي. هغه وايي، د پولیسو په فکر هر سړی د چرسو او نورو مخدره موادو قاچاقبر دی، حال دا چې داسې نه ده، ټول خلک خو په غیرقانوني کارونو کې ملوث نه وي. نوموړی وايي، پولیس دې سمګلران ونیسي ، بې ګناه دې نه ځوروي.

په خیبر کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

د باړې ځیني نور اوسیدونکي بیا وايي، د هغوی ډېری کسان په نورو هیوادونو کې مېشت دي او داسې کسان هم شته چې دلته د سټیلو یا اوسپنې فابریکې لري او د بهر ملکونو سره تجارت کوي. د دې ترڅنګ یاده سیمه ښې ځمکې او معدنیات هم لري نو که د چا سره پیسې وي نو ضروري نه ده چې هغه به د غیرقانوني لارو نه لاس ته راغلې پیسې وي. دوی وايي، پولیس دې یوازې مطلوب کسان وپلټي او ونیسي، نورو باندې دې کار نه لري.

په پېښور کې د محصول او مالیې او د مخدره موادو د مخنیوي ادارې یو افسر عدنان خان د اپریل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی چې کله پټ استخباراتي معلومات ترلاسه کړي نو بیا په لاره ناکې لګوي او د خلکو او ګاډو تالاشي اخلي. نوموړي ادعا وکړه چې د باړې او پېښور ترمنځ په لویه پیمانه د چرسو، هیروینو او ایس قاچاق کېږي او د مخنیوي لپاره یې هغوی اړ دي چې پر لاره د خلکو او د ګاډو پلټنه وکړي.

XS
SM
MD
LG