د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له "جدي" ناروغانو پرته پر نورو ناروغانو سفري اسناد لازمي کړل


په تورخم کې افغان ناروغان پاکستان ته د اوړیدو انتظار باسي: انځور له ارشیفه
په تورخم کې افغان ناروغان پاکستان ته د اوړیدو انتظار باسي: انځور له ارشیفه

پاکستاني چارواکي وايي چې په تورخم دروازه يي د بې اسناده افغان ناروغانو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

په تورخم کې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) مرستیال ډایریکټر ناصر خان د اپریل پر ۱۹مه مشال ریډيو ته وویل، حکومت نور هغو افغان ناروغانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي چې اسناد ورسره نه وي. نوموړي زیاته کړه چې د انساني خواخوږۍ په بنیاد یوازې هغو ناروغانو ته اجازه ورکوي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د ناصر خان په وینا تر اوسه داسې کومه پرېکړه نه ده شوې چې ګیني افغان ناروغان به بغیر له ویزې پاکستان ته داخلیږي.

په تورخم کې د پاک افغان دوستۍ په نوم د روغتون ډاکټرانو مشال راډیو ته وویل، کله چې له افغانستانه ناروغان تورخم ته ورسول شي، هغوی یې اول په خپل روغتون کې طبي معاینه کوي او که د بیمار حالت سخت وو نو په اېمبولانس کې یې مخکې لېږي.

بلخوا په پیښور کې یو شمېر افغان کډوالو مشال راډیو ته ویلي چې ناروغه خپلوان یې په پېښور کې درملنې ته اړتیا لري خو د تېر په شان ورته پاکستاني چارواکي بیا هم بغیر له پاسپورټ او ویزې، پاکستان ته د تلو اجازه نه ورکوي.

دوی وايي په کابل کې یې د پاکستان سفارت ته د وېزو لپاره درخواستونه ورکړي خو په میاشتو میاشتو ورته ځواب نه ورکول کیږي.

په پېښور کې مېشت یو افغان کډوال عصمت الله مشال راډیو ته وویل: "زما یو خپلوان چې ګوزڼ وهلی وو، له بغلانه تورخم ته راغلی وو، دوه شپې یې په دې انتظار تیرې کړې چې پېښور خوا ته د اوښتو اجازه به ورکړل شي خو چا پرېنښود. پکار ده ټولو ناروغانو ته بغیر له پاسپورټ او ویزې پاکستان ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي."

د لال خان په نوم یو بل افغان کډوال وايي: "په تورخم کې یوازې ډېرو سختو ناروغانو ته چې د زړه حمله پرې راغلې وي، بې هوشه وي او یا سخت ژوبل وي، د مخکې تګ اجازه ورکول کېږي. د شوګر، بلډ پرېشر او داسې نورو ناروغیو درلودونکیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې بغیر له اسنادو سفر وکړي."

په تورخم کې د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي عرفات مهاجر د اپریل پر ۱۶مه ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم دروازه د اپریل له ۱۵مې نېټې له مازدیګره د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې او پاسپورتونه نه لري: "د پاکستان له لوري دا څووم ځل دی چې کله د مسافرو، کله د ناروغانو او کله د ټرانزیټ پر وړاندې د تورخم دروازه تړي، تېر مازیګر یې هم د هغو ناروغانو پر مخ دروازه وتړله کوم چې ویزه او پاسپورټ نه لري، البته دوی هغو ناروغانو ته د ورتګ اجازه ورکوي کوم چې ویزې لري، مخکې به دغو ناروغانو ته د روغتیایي کمېسیون په ټوکن اجازه ورکول کېده اوس دوی د کمېسیون ټوکن نه مني او وایي چې هر ناروغ چې پاکستان ته داخلېږي باید ویزه او پاسپورټ ولري."

پاکستان د مارچ په ۲۹مه د افغانان ډرایورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړ او اوس به هغوی د راتلونکې مې میاشتې نه په ځانګړیو فارمونو دواړو خواوو ته تګ راتګ کولی شي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت افغان ډرېورانو ته د مارچ تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تګ راتګ لپاره هغه اسناد بشپړ کړي او که څوک هغه شرط پوره نه کړي نو پاکستان ته د اخلېدو اجازه به نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت په کال ۲۰۱۶م کې په تورخم د پولې د سنبالښت نوې پالیسي عملي کړه او په پوله د تګ راتګ لپاره یې سفري اسناد لازمي وګرځول.

XS
SM
MD
LG