د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په بارانونو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ لوړ شوی دی


د سختو بارانونو له وجې د سوات په سیند کې سېلاب راغلی دی - د اپرېل ۱۵مې انځور.
د سختو بارانونو له وجې د سوات په سیند کې سېلاب راغلی دی - د اپرېل ۱۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې د هغې صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د شړکنده بارانونو له وجې په بېلابېلو پېښو او سېلاب کې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته رسېدلی او ۴۱ ژوبل دي.

پي ډي اېم اې د اپرېل پر ۱۶مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو کې ۱۵ ماشومان، ۱۲ سړي او پینځه ښځې شاملې دي.

د ادارې په وینا، په مختلفو ضلعو کې ۱۶۰ کورونه بشپړ وران شوي او ۱،۲۱۰ کورونو ته جزوي زیان رسېدلی دی.

بیان کاږي چې د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه په خیبر، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، ملاکنډ، مانسهره، مومندو، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوښار، بونېر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزیو، کواټ او ډېره اسماعیل خان کې اوښتي دي.

د چارسدې او نوښار کروندګر وايي چې سختو بارانونو یې د غنمو او ګني فصلونه د سبزیو حاصلات اغېزمن کړي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر د ۱۲ سختو ځپل شویو ضلعو انتظامیو ته له اغېزمنو سره د مرستو لپاره ۵۰ مېلیونه روپۍ ورکړې دي.

هغه اداره زیاتوي چې اغېزمنو سیمو ته یې خیمې، دواګانې، خواړه او نور مرستندویه توکي لېږدولي دي.

په همدې حال کې د خیبر ضلعې اوسېدونکي وايي چې د بارانونو له وجې د پېښور او تورخم تر مینځ پر ۴۸ کېلومیټره اوږد سړک د مساپر وړونکو ګاډو تګ راتګ او د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.

له خیبر پښتونخوا پرته د پاکستان په بلوچستان او پنجاب صوبو کې هم د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د اپرېل پر ۱۴مه د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) او نورو اړوندو ادارو ته په اغېزمنو سیمو کې د مرستندویه چارو چټکولو امر کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پي ډي اېم اې د مارچ په پیل کې ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۶۰۰ زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې وې او د کمرونو نړېدو له وجې په ځینو غرییزو سیمو کې سړکونه تړل شوي ول.

په بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه په شويو بارانونو کې یوشمېر کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي ول.

هغو بارانونو او سېلابونو تر ټولو زیات زیان په بندري ښار ګوادر کې اړولی وو.

د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جیونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی ول.

د بارانونو او سېلابونو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي هم ول او په جېوني کې د اوبو ۹۵ سلنه بندونه مات شوي ول.

تر دې وروسته د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویل ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د ګوادر د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG