د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان سټیزن کارډ لرونکو کډوالو اېستلو ته هم تیاري‌ پیل کړې ده


پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو اېستل پیل کړي دي. (انځور: ارشیف)
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو اېستل پیل کړي دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان حکومت د دې لپاره هم تیاري پیل کړې ده چې هلته مېشت هغه افغان کډوال هم خپل هیواد ته ستانه کړي چې "افغان سیټیزن کارډ" لري.

د پېښور په حیات اباد کې د تاترې تاڼې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پيښور او شاوخوا سیمو کې یې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو د استوګن ځایونو نقشې جوړول او د دوی تفصیلات راغونډول پیل کړي دي.

دوی وویل چې تر اوسه د دې افغان کډوالو د ستنولو کومه حتمي نیټه نه ده اعلان کړل شوې خو وفاقي حکومت ټولو صوبایي حکومتونو ته امر کړی دی چې د اپریل له نیمایي به افغان سیټزن کارډ لرونکي کډوال هم افغانستان ته لیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د وفاقي حکومت په لارښوونه کې ویل شوي چې اوس مهال د هغو افغان کډالو اېستلو په اړه پرېکړه نده شوې چې د کډوالۍ په کارډونو په پاکستان کې مېشت دي.

د پېښور تر څنګ د پاکستان په سیند صوبه کې مېشت افغان وګړتوب کارډ لرونکي هم د امنیتي د پاکستان دې پرېکړې ډېر اندېښمن کړي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزارت د مارچ پر۱۴مه يو نوټي فيکشن خپورکړی وه چې له مخې یې پوليسو او نورو چارواکو ته امر شوی وو چې په صوبه کې د افغان وګړيتوب کارډ لرونکو کډوالو په اړه معلومات راغونډوي او د اپرېل پر ۱۵مه د هغوی د ايستلو پر بهير غونډه کوي.

په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره دوه ډوله قانوني اسناد دي. یویې " پي او آر" یاني پروف اف رجسټریشن کارډ دی چې د پاکستان شناختي کارډ جوړولو ادارې نادرا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "یو این ایچ سي ار" په مرسته ورکړی وو.

یو شمېر افغانان بیا په " افغان سیټزن کارډ" په پاکستان کې مېشت دي. دا کارډونه د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سیفران په مرسته جاري شوي دي.

د پاکستان او طالبانو د حکومت د ترینګلتیا ضربه ولې افغان کډوالو ته رسي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:51 0:00

افغان سیټیزن کارډ لرونکي څه وايي؟

په پیښور کې میشت افغان سیټیزن کارډ لرونکی کډوال حاجي حسن مشال راډیو ته وویل دوی په پاکستان کې ډېرې لویې سرمايې لګولې دي او د پاکستان حکومت باید هغه ته په پام دوی ته وخت ورکړي.

ده وویل، " د خپلو کاروبارونو او د ماشومانو د تعلیم په هکله اندیښمن یو او پکار ده دومره وخت راکړل شي چې خپل جایدادونه پکې خرڅ کړو او کاروبار راغونډ کړو."

حاجي حسن زیاته کړه چې په افغانستان کې هم داسې په سمدستي توګه کور جوړول او کاروبار پیلول ډیر ګران کار دی.

افغان سیټزن کارډ لورنکی یو بل افغان کډوال زین الله وایي، "موږ د پاکستان د کوربتوب او مېلمستیا هم مننه کوو خو اوس یې ډیر لنډ تنګ وخت راکړی دی او موږ پکې خپل کاروبار او قرضونه نه شو راغونډولای."

افغان کډوال فرید خان وایي، "په افغانستان کې مو کور شته خو بیا هلته کاروبار پیلول ډیر ګران کار دی هغه مو خپل وطن دی خو چې رښتیا ووایم زه او ماشومان مې په پیښور کې ډير خوشاله یو."

د کراچۍ په افغان کيمپ کي مېشت کډوال عبدالغني د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې پوليس هره ورځ په لارو کوڅو کې افغانان نېسي او پېسي ترې اخلي.

نوموړی وايي هره ورځ له کېمپه د کراچۍ ښار بېلا بېلا سيمو ته د خوارۍ، مزدورۍ لپاره ځي نو په لارو او کوڅو کي ېي پوليس تنګوي، نېسي یې او په تاڼو کې یې د پېسو لپاره څو ساعت بند ساتي.

د سیند حکومت او پولیسو دواړو تر دې وړاندې هم داسې تورونه رد کړي او وايي چې دوی له کډوالو سره یوازې له پاکستاني قانون سره سم چلند کوي.

د کراچۍ د ختیځې ضلعې د پوليسو ايس ايس پي ډاکټر فرخ رضا مشال راډيو ته وويل چې په افغان کيمپ او نورو سيمو کې پوليس د معمول په څېر د خلکو تلاشي اخلي او په ځیني جرمونو کې ککړ کسان نيول شوي هم دي.

هغه وویل چې پوليسو د پيسو لپاره هيڅوک نه دې نيولي او که څوک په دې اړه څه ثبوت لري نو شکايت دې وکړي او دوې به د هغو چارواکو پرضد قانوني ګامونه پورته کړي.

خو افغان کډوال عبدالغني زياتوي چې څو ځله پوليسو نيولی او پېسي يې ترې اخستي دي. د هغه په وينا، اوس د کيمپ زياتره اوسېدونکي د وير له کبله د مزدورۍ لپاره له کيمپه بهر نه وځي.

په افغان کيمپ کي مېشت امان الله بيا مشال راډيو ته وويل چې پاکستانیو چارواکو په افغان کيمپ کي د کډوالو او دهغوي د کورونو شميرنې عمل پوره کړی ده.

د ده په خبره، اوس هلته په قانوني توګه مېشت کډوال هم د حکومت د نویو لارښونو له کبله سخت په ويره کې دي.

په کيمپ کي مېشت ۸۰ کلن فيض محمد بيا وايي،‌ د ژوند زياتره برخه يې په پاکستان کې په کډوالۍ کې تيره کړې اوماشومان يې په پاکستان کې زيږيدلي دي.

نوموړی وايي، "هغه څه چې په خپل ژوند کې مو ترلاسه کړي دي په پاکستان کې دي ، نو څنګه خپل کاروبار او هر څه پريږدو او په لنډ وخت کې بيرته افغانستان ته لاړ شو"

پاکستان د کډوالو اېستل کله پیل کړي وو؟

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان د هغه وخت نګران وفاقي‌ حکومت ناڅاپي اعلان کړی وو چې هلته مېشت هلته د مېشتو افغان کډوالو په ګډون هغه ټول وګړي باسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د هغه وخت د کورنیو چارو نګران وفاقي وزیر سرفراز بګټي ویلي وو چې ناقانونه کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې خپل کاروبارونه را غونډ کړي.

پاکستاني حکومت پر ډېرو نیوکو سربېره د نومبر له لومړۍ نېټې د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو اېستل پیل کړي وو.

که څه هم په دې اړه تر اوسه یوه او کره شمېره رسمي شمېره نده خپره شوې خو د یو اټکل له مخې څه باندې پنځه لاکه بې اسنادو افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول.

په دوی کې ځینې په خپله خوښه او ځینې بیا د پاکستاني حکومت له خوا تر نیول کېدو وروسته په زور د تورخم او چمن پر پولو افغانستان ته واړول شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار ویلي وو چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لاکه ثبت شوي او هم دومره نا ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي‌ ار په ګډون د بشري حقونو نړیوالو ادارو او په پاکستان کې پښتون ملتپالو ګوندونو د پاکستان د دې پرېکړې مخالفت کړی وو چې افغان کډوال وباسي.

دوی ویلي وو چې د پاکستان له خوا په اېستل کېدونکو کې داسې کډوال هم شته چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دې ادارې د بې اسنادو کډوالو په څېر اوس د افغان سیټیزن کارډ لرونکو د اېستل کېدو په اړه هم هغسې اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG