د میرانشا مارکیټ د دوکانونو د مالکانو غوښتنې
د شمالي وزیرستان د میرانشاه بازار د دوکانونو او مارکیټونو مالکان وايي چي د نوموړي بازار تر بیا جوړولو وړاندې دې حکومت دوی ته خپلې برخې معلومې کړي. دوی په دې خبره وېرېږي چې هسې نه له خپلو شتمنیو محروم کړل شي. دوی تېره ورځ په بنو کې د یو جرګې پر مهال دغه څرګندونې وکړې. د مشال راډیو خبریال عمردراز وزیر پرې دغه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.