د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزیرستان کډوال د شناختي کارډ تصدیقولو په نامه مو ځوروئ'


په بنو کې میشت له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک وايي چې د شناختي کارډ او ډومیسایل په جوړولو کې له نه بیانېدونکیو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي چې کله په بنو کې د پولیټیکل انتظامیې کېمپ دفتر ته دشناختي کارډ او ډومیسایل فارمونه وروړي نو د کره والي یا تصدیق لپاره د څلورو ملکانو لاسلیکونه غواړي او کله چې دا کار وکړي نو بیا ورته په دفتر کې وویل شي چې اوس څلور واړه ملکان راولئ.

دوی زیاتوي څلور ملکان پر یوځای څنګه ولټوي او کرۍ ورځ ملکان راټولوي چې د تصدیق لپاره یې د پولیټیکلۍ دفتر ته بوځي.

دا خوار ولس دی، د دوی تنګول دې پرېږدي. وار دمخه ډېر کړېږي او د شناختي کارډونو د تصدیقولو په پلمه یې باید نور تنګول ودرول شي.
ملک غلام

وزیرستانیو کډوالو تور ولګاوه چې کله په نادرا کې د شناختي کارډ او ډومیسایل جوړولو چارواکو ته پیسې ورکړي نو بیا نه د ملک پوښتنه کوي او نه ترې تصدیق غواړي.

یو کډوال رحمان ایاز وايي، لومړی خو ملک ورته نه میلاوېږي او چې هغه ومومو نه بیا د یوه یوه شناختي کارډ د لا نور کره والي لپاره مو مور پلار یا وروڼه غواړي. نو تر دا دومره غټ او اوږده کړاوه مو تېروي.

د کډوالو خیر ښېګړې لپاره یو مبارز ملک غلام وايي چې یوځل د یوه کډوال تصدیق وکړل شي نو ولې یې بیا بیا تنګوی. دا خوار ولس دی، د دوی تنګول دې پرېږدي. وار دمخه ډېر کړېږي او د شناختي کارډونو د تصدیقولو په پلمه یې باید نور تنګول ودرول شي. له دوی سره مینه او شفقت پکار دی. دا خلک دې پر خپل حال پرېږدي.

د شمالي وزیرستان یو بل کډوال نور خان چې د شناختي کارډ په جوړولو کې له ورته ستونزو سره مخامخ دی، وايي، چې یو خو موږ اغېزمن کډوال ډېری ړانده کاڼه یو، بل د نادرا له لوري جوړې ستونزې به نور کړوي.

دی وايي موږ خو د غرونو خلک یو په وزیرستان کې مو شناختي کارډ څه کولی. دلته یې هر ځای پولیس او پوځ تنګوي چې شناختي کارډ جوړ کړئ. او چې نادرا دفتر ته ورشو نو هغه مو د تصدیقولو په نامه نور ځوروي. موږ په چا په چا پسې وګرځو چې هله راشه شناختي کارډ دفتر ته راسره ولاړ شه.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه وايي، دوی به د ولس شکایتونه هرومرو اوري او هغوی ته به استانیتاوې برابروي خو زیاتوي چې د شناختي کارډ او ډومیسایل تصدیقولو موخه د جعلي شناختي کارډنو او ډومیسایل جوړولو مخنیوی دی.

XS
SM
MD
LG