د لاسرسي ځای

تازه خبر

"وزيرستانيو کډوالومالي مرستې درول شوي"


د ايف ډي ايم اې چارواکي وايي، د سرحداتو وزارت له لورې ورته پيسې نه دې ورکړل شوي نو ځکه دا ستونزه را پیدا شوې ده.

د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوي کسان وايي، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې نغدې مرستې نه دې ورکړل شوي.

حکومت بې کوره کړل شويو ته د يوې کورنۍ پر سر د مياشتې ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکوي.

حکومت د بې کوره کړل شويو ته د يوې کورنۍ پر سر د مياشتې ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکوي
حکومت د بې کوره کړل شويو ته د يوې کورنۍ پر سر د مياشتې ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکوي

يو کس شير محمد مشال راډیو ته ويلي، پنځه مياشتې کېږي چې مالي مرستې يې نه دې ترلاسه کړې او په دفترونو ګرځېدلي خو لا يې هم ستونزه حل شوې نه ده.

نوموړي تور پورې کړ، د قبايلي سيمود ناورينونو نظم ادارې چارواکي غواړي دوی ستانه کړي چې دارنګه د مرستې پېسې هغو ته ورپاته شي خو دده په وينا ترڅو پېسې ورنکړل شي د ستنېدو کارټ به ترلاسه نه کړي.

پنځه مياشتې کېږي چې مالي مرستې مې نه دې ترلاسه کړې او په وار وار په دفترونو ګرځېدلی يم خو ستونزه لا هم نه ده هواره شوې. شيرمحمد

شير محمد زياتوي، د پيسو د نشتوالي له وجې يې د کورونو کرایه نه ده ورکړې او د ورکولويې بله لارهم نه لري.

دی دهړکه ورکوي چې که يې ستونزه هوار نه شوه نو په احتجاج به پیل کړي.

يو بل بې کوره کړل شوی کس کرامت خان وايي، د ايف ډي ايم اې چارواکې دوی د تصديق لپاره انتظاميې ته لېږي خو پولټيکل چارواکيو فارمونه ورلېږلي خو بيا يې هم کارنه کېږي.

مشال راډیو په دې لړ کې د ايف ډي ايم اې له چارواکيو سره تماس و نيولي او هغو وويل، د سرحداتو وزارت سېفران له لورې ورته پيسې نه دې ورکړل شوي نو ځکه دا ستونزه را پیدا شوې ده.

دوی زياتوي،مسيله به ژر حل شي.

تر دې وړاندې هم د ۲۲۰۰بې کوره کړل شويو کورنيو مالي مرستې درول شوې وې چې تر احتجاجونو وروسته پکې ځينو ته پيسې ورکړل شوې دي.

خو په افغانستان کې د ميشتووزيرستانيومرستې لاهم بندې دي

XS
SM
MD
LG