د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدل پیل شول

د خوست د ګلان کیمپ کډوال وزیرستان ته ځي.
د خوست د ګلان کیمپ کډوال وزیرستان ته ځي.

خوست/وزیرستان - د دوشنبې په ورځ د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کيمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدنې بهیر پیل شو.

یو قومي مشر سلیم داوړ مشال راډیو ته وویل، چې د کډ‌والو په اوله جوپه کې د پی خېل او محمدخېل د کلیو دوه سوه کورنۍ شاملې دي.د وزیرستان د کډوالو د مخې ښې لپاره د خوست یو شمیر ملکي چارواکي د ګلان کيمپ ته ورغلي دي.

ځیني خلک خپل سامانونه خرڅوي.
ځیني خلک خپل سامانونه خرڅوي.

هره ورځ به ۲۰۰ کورنۍ له افغانستانه د غلام خان په لاره پاکستان ته اوړي
قبایلي مشر سلیم داوړ

سلیم داوړ وايي، چې تر دې وروسته به هره ورځ دوه، دوه سوه کورنۍ بېرته وزیرستان ته ستنیږي.نوموړي وویل، د دوی د اړیکو له مخې د ډیورند کرښې نږدې د زیرو پواینټ ( صفري سیمې) ته د میرانشاه د پولټیکل اېجنټ په ګډون یو شمیر ځايي چارواکي هم د ورستنیدونکو کډوالو د هرکلي لپاره ورغلي دي.

د خوست په ګلان کيمپ کې د وزیرستانیو کډوالو تر ټولو ستره شمېره استوګنه لري.په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ افغانستان ته هم کډه شوې وې چې اوس یې د بیرته ستنولو لړۍ پیل شوېده.

  • انځور سایز

    نجیب الله الوخېل

    نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

  • انځور سایز

    عمر وزیر

    عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG