د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان کډوال وايي ، د پاکستان عسکر د دوی کورونه ورانوي


بنو: د شمالي وزيرستان د ډنډې درپه خېل خلک پر ځايي انتظاميې او امنيتي ادارو تور پورې کوي چې د دوی کورونه ورانوي.

دوی وايي د پوځي عملياتوله کبله تر اوږدې کډوالۍ تېرولو وروسته خپلو سيمو ته ستنېدل غواړي خو که د کورونو ویجاړول يې دوام ولري نو د دوی د کډوالۍ ژوند به لا پسې اوږد شي.

بلخوا ځايي چارواکي ادعا کوي چې ځيني کورونه له دې وجې وران شوي چې وسله وال پکې موجود وو.

د ډنډې درپه خېل یو مشر قاري محمد رومان وايي چې په سیمه کې عملیات شوي خو دوی خبر شوي چې بیا یې کورونه ورانه وي او سامانونه یې لوټوي خو چا ته هم اجازه نشته چې خپلو سیمو ته لاړ شي.

د ډنډي درپه خېل یو بل مشر باسي خان وايي چې د دوی سمې پاکه شوې دي نور دې ویجاړول پرېښودل شي.

هغه وویل چې دوی ډېر په خواري مزدوري دغه کورونه جوړ کړي او نن یې د کورونو خښتې هم بنو ته ورسېدې.

د باسي خان په وینا ، حکومت دې پر دوی رحم وکړي او ژر تر ژره دې دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه او امنیتي چارواکي وايي چې د هرې سیمې ستنېدل به له خپل پلان سره سم وي.

دوی وايي،د دې سیمو پاکول سر ته رسېدونکي دي او دوی نه غواړي چې چېري چاودونکي مواد پاتې نشي چې خلکو ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG