عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
کله چې ملاله یوسفزۍ جوړه شوه نو په نړۍ کې یې د تعلیم د ودې، پرمختګ او وکالت لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره جوړه کړه.
جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو.
که څه هم د افغان حکومت، امریکا، پاکستان او نورو عرب هېوادونو د هڅو په نتیجه کې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو هڅې شوې دي خو لا یې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې.
د پاکستان پوځ پخوانی کرنل خالد منير وايي، د کاروايي پر مهال وسله وال د تېښتې په حال کې دي نو ځکه امريکا ته يوه ښه موقع په لاس ورغلې چې خپل مهم هدفونه په نښه کړي.
د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ناېجیریا پر اسلامي وسله والې ډلې بوکو حرام غږ (ږغ) کړی دی چې د سکول تښتول شوې څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانې دې خوشې کړي.
د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ.
په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا موضوع څېړو چې په لندن کې د پاکستاني ګوند متحده قومي مومنټ مشر د پولیس له لوري د پيسو وینځلو په تور د پلټنو ګروژنو لپاره نیول شوی دی.
د پاکستان مذهبي ګوندونو جميعت علماء اسلام او جماعت اسلامي د جمعې په ورځ په پېښور کې د جرګې په نامه یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په وزيرستان کې دي پوځي عملیات ودرول شي.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ عملیاتو په دې وروستیو کې دوی له سیمو پر وتلو مجبوره کړي دي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د سه شنبې پر ورځ د عدالت د باندې د يوې ښځې فرزانه پروين د وژلو پيښه په نړيواله کچه و غندل شوه.
د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ وايرس پر ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم جاري دی خو چارواکو د شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د مهم نه چلولو اعلان کړی دی.
د پاکستان په کراچي ښار کې د يو بلوڅ سياسي مبارز لطيف جوهر بلوڅ لخوا د نه خوړولو هړتال نن (شنبه) په ۳۲مه ورځ هم دوام لري.
په کراچۍ کې خبريال او څيړونکی اختر بلوڅ مشال راډيو ته وايي، چې په سیند کې په تيره څه موده کې د مدرسو په شمېر کې زياتولای راغلی دی چې داسې مخصوص سوچ راپيدا کوي چې په نتيجه کې يې د هندوانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د پنجاب په ملتان ښار کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد د جمعې پر ورځ د هيواد په بيلا بيلو برخو کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.
له کله چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل شوې ده نو په قبايلي سيمو کې د زرګونو ولسي وګړو په ګډون په لسګونه قبايلي مشران او ملکان هم وژل شوي دي
که څه هم حکومت وايي، د سولې په خبرو اتر کې مخلصه دي خو ځينې کارپوهان دا وړانديز کوي چې بايد حکومت يو داسې طريقه کار جوړ کړي چې له مخې يې خبرې اترې پر مخ ولاړې شي او پر ميډیا متشدد سوچ خورولو مخه و نيول شي.
د پاکستان په سينټ کې د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر ويلي دي چې که حکومت د دې هيواد پر آيين عمل کول غواړي نو بيا دي په افغانستان کې له فعاله وسله والو ډلو سره خپلي ادعا شوې اړيکي وشلوي.
د حزب اختلاف ګوندونه دا تور لګوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت په اصل کې وزير اعلی پرويز خټک نه بلکې په لاهور او اسلام اباد کې ناست د تحريک انصاف مشران چلوي.
نور وښیئ