د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستانۍ مېډیا طالب سوچ غالبه دی


که څه هم حکومت وايي، د سولې په خبرو اتر کې مخلصه دي خو ځينې کارپوهان دا وړانديز کوي چې بايد حکومت يو داسې طريقه کار جوړ کړي چې له مخې يې خبرې اترې پر مخ ولاړې شي او پر ميډیا متشدد سوچ خورولو مخه و نيول شي.

که څه هم حکومت او تحريک طالبان پاکستان خپلې خبرې اترې د مذاکراتي کميټيانو له لارې پر مخ وړي خو خپله د دواړه غاړو ترمنځ تراوسه يو ځلي مخامخ خبرې شوې دي.


خو د دې سربېره هم په خبرو اترو کې هغسې پرمختک نه دی ليدل شوی چې ورڅخه تمه کېدله.

طالبانو له اوربند غځولو انکار وکړی او حکومت په لومړيو کې ځينې کسان خوشې کړل چې ورته يې د غېر جنګي طالبانو اصطلاح استعمال کړه.

هم دغه ورو پرمختګونو ته په پام سره په پېښور کې مېشت د قبايلي سيمو د امنيت پخواني سيکټر بريګېډيېر محمود شاه وايي، چې د طالبانو په کميټۍ کې شامل کسان له دې موقع ګټه پورته کوي او د خبرو اتر پر ځای خپل سوچ او نظريه پرمخ وړي.

( د کميټيانو د غړو خپلې خپلې ايجنډې دي او د دې لپاره په ميډيا بيانونه ورکوي خو د خبرو اترو د پرمختګ لپاره په عمل کې هېڅ نه کوي. په دې کې په خاصه توګه مولانا سميع الحق او پروفيسر ابراهيم دي چې پر ميډيا بيانونه ورکوي چې اوس به له طالبانو سره ويني، اوس به دا کېږي هغه به کيږي خو دوی په اصل کې خپله ايجنډا او نظریه پر مخ وړي)

که و کتل شي نو د پاکستان پر ميډيا د خبرو اتر په اړه زيات بيانونه د طالبانو د کميټۍ له لوري ورکول کيږي او د حکومت دريځ بيا د حکومتي کميټۍ د غړو پر ځای کله نا کله ددې هيواد د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ورکوي. خبريال او څيړونکۍ قهار زلمۍ وايې چې د پاکستان پر ميډيا د طالبانو د کميټۍ غړو ته زياته موقع ملاويږي چې په نتيجه کې دحکومتي سوچ و فکر په مقابله د طالبانو سوچ او فکر په خلکو زيات خوريږي.

( داسې ښکاري چې د طالبانو کوم سوچ او فکر دی هغه ( پر ميډيا) غالبه دی . د هغو د کميټۍ غړي په خلاص مټ د خپل سوچ او فکر اظهار هم کوي. د طالبانو سوچ غالبه کيږي او د حکومت نه پر ميډيا بيان راځي او نه یې هم څوک پر مخ وړي. داسې ښکاري د ( حکومت) د کميټۍ غړي يې يا خو وېرېږي او يا بيا د طالبانو له بيان سره اتفاق کوي)

خو د طالبانو د کميتۍ غړی مولانا يوسف شاه بيا د دواړو کارپوهانو له خبرو سره اتفاق نه کوي. دی وايي، دوی کوشش کوي چې خبرو اترو ته عملي شکل ورکړل شي.

( دا خلک چې خبري کوي بدې نه دي خو زموږ کوشش دا دی چې عملي بڼه ورکړو. اوس د فيصلو وخت راغلی دی او مذاکرات په اهم مرحلو کې داخل شوی دی چې نور دا عملي شکل واخلي.)

که څه هم حکومت وايي، د سولې په خبرو اتر کې مخلصه دي خو ځينې کارپوهان دا وړانديز کوي چې بايد حکومت يو داسې طريقه کار جوړ کړي چې له مخې يې خبرې اترې پر مخ ولاړې شي او پر ميډیا متشدد سوچ خورولو مخه و نيول شي.
XS
SM
MD
LG