د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ګوزڼ د پښتنو ګل ګل ماشومان وهي'


د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ وايرس پر ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم جاري دی خو چارواکو د شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د مهم نه چلولو اعلان کړی دی.

د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ وايرس پر ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنۍ مهم جاري دی خو چارواکو د شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د مهم نه چلولو اعلان کړی دی.


د دوشنبې په ورځ په پيښور کې د فاټا سيکټريټ د ګوزڼ پروګرام اسټنټ ډايريکټر اختيار علي له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې په درې ورځني کمپاين کې به د قبايلي سيمو څه دپاسه شپږ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کيږي.

خو دده په وينا په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، خيبر، مومند ايجنسي او د ايف آر بنو په درو سيمو کې به د خراب امنيت او پوځي کاروايي له وجې شاوخوا څلور لکه ماشومان د ګوزڼ له څاڅکو محرومه وي.

که څه هم حکومت خراب امنيت او پوځي کاروايي په يادو سيمو کې د ګوزڼ ضد کمپاين نه چلولو وجې بولي خو که وکتل شي نو په شمالي وزيرستان کې وسله والو طالبانو وار له مخه پر ګوزڼ ضد مهم بنديز لګولی دۍ.

هم د دې بنديز وروسته په پاکستان کې د ګوزڼ تر ټولو زيات ناروغان په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي دي.

طالبان د القاعده د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د ډاکټر شکيل اپرېدي لخوا د ږړي رنځ پر ضد چلول شوي مهم ته په پام سره وايي، چې دغه شان کمپاين د دوی پر ضد هم د جاسوسي لپاره استعمالېدای شي.

خو د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير محمود شاه وايي، د طالبانو دغې فيصلې خپله طالبانو ته هېڅ ګټه نده رسولې البته ټول تاوان يې پاکستان او قبايلي وګړو ته رسېدلی دی.

«خلکو ته يې تکليف ورکړی، پاکستان يې بدنامه کړی او خپله «وسله والو طالبانو ترې» هېڅ ګټه پورته نکړه»

تيره اونۍ سپينې ماڼۍ د امريکا جاسوسي ادارې سي آی ای ته حکم ورکړی وو چې ګوزڼ ضد مهم دي د جاسوسي لپاره نه استعمالوي.

هم دغي خبري ته په پام سره د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير نذير احمد وايې بايد وسله وال طالبان په ځواب کې پر ګوزڼ ضد مهم خپل لګول شوی بنديز ختم کړي.

«اوس خو پکار ده وسله وال طالبان په ځواب کې هم ګوزڼ ضد مهم ته اجازه ورکړي او پر مهم چلونکو ته دي حملې بندي کړل شي ځکه له دې سره ماشومان معذوره کېږي او ماشومان ګلان وي چې هېڅ قصور یې نه وي«

د پاکستان چارواکي وايې، سږ کال په ټول هيواد کې اوه شپيته ماشومان د ګوزڼ په رنځ اخته شوي چې پکي يوازې ۴۳ ناروغان یې له شمالي وزيرستان سره تعلق لري.
XS
SM
MD
LG