د لاسرسي ځای

تازه خبر

' له مرګه پس دې زما ملګري زما سياسي هدف په ياد وساتي'


د پاکستان په کراچي ښار کې د يو بلوڅ سياسي مبارز لطيف جوهر بلوڅ لخوا د نه خوړولو هړتال نن (شنبه) په ۳۲مه ورځ هم دوام لري.

د پاکستان په کراچي ښار کې د يو بلوڅ سياسي مبارز لطيف جوهر بلوڅ لخوا د نه خوړولو هړتال نن (شنبه) په ۳۲مه ورځ هم دوام لري.


نوموړي تيره مياشت د اپريل په ۲۲مه نېټه تر هغو پورې د نه خوړولو هړتال پیل کړی و تر څو د بلوڅ زده کوونکو سازمان بلوچ سټوډنټس آرګنايزيشن (آزاد ډلې) مشر زاهد بلوڅ خوشي شوی نه وي.

دوی دا تور لګوي چې زاهد بلوڅ په کوټه کې د سرحدي ځواک (فرنټير کور) عسکرو اوچت کړی خو حکومت له دې انکار کوي.

۲۴ کلن لطيف جوهر بلوڅ د آواران اوسېدونکی او د کالج زده کوونکی دی. دی د بلوڅ سټوډنټس آرګنايزيشن (آزاد) چې له پاکستانه د بلوڅو مکمله آزادي غواړي، د مرکزي کميټۍ غړی دی. د پاکستان حکومت پر دې تنظيم بنديز لګولی دی.

د لطيف جوهر سياسي مبارزه اوس د خپل تنظيم د مشر زاهد بلوڅ د راخوشي کولو لپاره د مرګ او ژوند په مبارزه بدله شوې ده.

دی وايې د نه خوړولو له هړتاله يې مقصد نړی ته دا پيغام ورکول دي چې دوی پر جهموري مبارزه يقين لري.

((ستاسو خبره سمه ده چې دا خو د مرګ فيصله ده. خو زه چې د چا لپاره مرګ قبلوم هغه زاهد بلوڅ دی. زه هغه پيژنم. هغه د بلوچستان يو زړور او پوه مشر دی. د نه خوړلو هړتال ځکه کوو چې نړۍ ته و ښايو چې له بلوڅ مشرانو او زدکوونکو سره څه روان دي او دا چې بلوڅ سټوډنټس آرګنايزيشن (آزاد) څه مقصد لري. رياست پر موږ د ترهګرو تور لګوي او وژني مو. موږ دنيا ته پيغام ورکوو چې زموږ تنظيم جمهوري دی. موږ زده کوونکي يو او د قامي آزادۍ او زده کوونکو ته د پوهي ورکولو لپاره زموږ مبارزه جمهوري ده ځکه موږ دا دومره لويه فيصله کړې ده)).


نن ۳۲مه ورځ ده چې لطيف جوهر بلوڅ د کراچي پريس کلب مخ ته ناست دی او هيڅ يې هم نه دې خوړلي.

دده صحت ورو ورو مخ په خرابيدو دی او ډاکټر يې ويره څرګنده کړې چې که يې هړتال هم دغسي جاري وساتی نو د مړه کيدو خطره يې ده.

((صحت مې په خرابېدو دی، وزن مې کميږي. د ويني فشار اوګلوکوز مې کم شوي دي. پښې سمې نشم خوځولی. چې کښېنم نو په ملا کې مې درد وي. تشناب ته په تلو راتلو کې مشکلات وي. خوب نه راځي. د لږ زيات شور له وجې مې پر سر سخت درد شي.له ۲۲ کيلوګرامه نه تر ۲۵ کيلو ګرامه پورې مې وزن کم شوی دی. د ورځې يوازي ۱۰ يا ۱۵ ګلاسه اوبه څښم، نور هيڅ نه خورم او نه څښم. ډاکټر راته ويلي دي چې که د ګلوکوز کچه مې تر ۴۰ درجې ټيټه شوه نو بيا فلج کيدلی شم. اوس خبرې راته کول هم ګرانې شوي دي)).

که څه هم په پاکستاني رسنيوکې د جوهر هړتال ته دومره ارزښت نه ورکول کيږي خو په کراچۍ کې دده کېمپ ته هره ورځ د ژوند له بېلا بيلو برخو سره تړلي خلک ورځي او ورسره يووالی او خواخوږي څرګندوي، خو لطيف جوهر تمه نلري چې ګواکې حکومت به د ده غوښتنه و مني.

(( زه په پوه يم چې د پاکستان حکومت به زموږ غوښتنې ته غوږ و نه نيسي خو هغه وخت به يې نيسي چې کله د انسانانو او نړيوالو فشار ورباندې راشي. يا بيا د پاکستان روشنفکره، ترقي پسند، مزدوران،کروندګر او زده کوونکي فشار ورباندې راوړي)).

لطيف جوهر وايې، مور او پلار يې په کلي کې دي او هره ورځ د ټيلي فون له لارې له ده د هړتال ختمولو خواستونه کوي. نوموړي د هړتال ماتولو په اړه د نورو مشرانو او نږدې ملګرو خواستونه هم نه دې منلي. دی وايي، که مړ شي نو د فکر ملګري دې د ده ذات نه بلکې د ده سياسي هدف او منزل ياد وساتي.

(( زه غواړم چې خلک زما مقصد ياد وساتي. د کتاب، قلم او د بلوڅ زده کوونکو د ژوند خوندې کولو لپاره زه د نه خوړولو هړتال کوم، هغه دې ياد وساتي او خپل سياسي هدف دې پر مخ يو سي. زما په خيال د يوه کس ياد ساتل هيڅ خبره هم نه وي ځکه انسانان خو هره ورځ مري. څوک له لوږي، څوک له زلزلې، څوک له سېلابه مري، څوک بيا وتښتول شي او بيا خراب شوی مړی يې وموندل شي. نو په يادولو هيڅ نه کيږي، بس عمل کول پکار دی. د کوم مقصد لپاره چې خلک مري او تښتول کيږي، هغه مقصد ياد ساتل پکار دی)).

د لطيف جوهر بلوڅ د نه خوړولو هړتال په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو او بلوڅ آزادي غوښتونکو ترمنځ د روانې جګړې يو انځور ورکوي.

په تيره شاوخوا يوه لسيزه کې په سلګونو بلوڅان ورک کړل شوي او وژل شوي دي. د دې تور د پاکستان پر جاسوسي ادارو لګيږي خو هغوی تل له دې څخه انکار کړی دی.
XS
SM
MD
LG