د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد حتمي عملیات نه غواړي"


پښتون لیکوال او شنونکی ډاکټر محمد تقي
پښتون لیکوال او شنونکی ډاکټر محمد تقي

د پاکستان مذهبي ګوندونو جميعت علماء اسلام او جماعت اسلامي د جمعې په ورځ په پېښور کې د جرګې په نامه یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په وزيرستان کې دي پوځي عملیات ودرول شي.

پراګ: د پاکستان مذهبي ګوندونو جميعت علماء اسلام او جماعت اسلامي د جمعې په ورځ په پېښور کې د جرګې په نامه یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په وزيرستان کې دي پوځي عملیات ودرول شي.

دا هغه ګوندونه دي چې د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارو ته نژدې بلل کېږي خو دوی له دې انکار کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سیمې پر حالاتو نظر لرونکي کارپوهان د دې ګوندونو کړې دې غوښتني ته په کوم نظر ګوري؟

ډاکټر محمد تقي په امریکا کې مېشت داسې پښتون لیکوال او شننونکی دی چې پر سیمه ژور نظر لري او له ترهګرۍ سره پر تړلو موضوعاتو لیکنې هم کوي.

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ په واشنګټن کې له مېشت ډاکټر محمد تقي سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د ده په فکر مذهبي ګوندونه د پوځي عملیاتو مخالفت ولي کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG