د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خېبر پښتونخوا حکومت چابۍ په لاهور او اسلام اباد کې ده'


د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک
د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک

د حزب اختلاف ګوندونه دا تور لګوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت په اصل کې وزير اعلی پرويز خټک نه بلکې په لاهور او اسلام اباد کې ناست د تحريک انصاف مشران چلوي.


تحريک انصاف تير کال د بدلون تر شعار لاندې د خېبر پښتونخوا حکومت ترلاسه کړی خو شاوخوا لس مياشتې يې شوې چې د دغه ګوند په مشري جوړ مخلوط حکومت د ځينو چيلنجونو ترڅنګ له تنقيدونو سره هم مخامخ دی.


د حزب اختلاف ګوندونه دا تور لګوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت په اصل کې وزير اعلی پرويز خټک نه بلکې په لاهور او اسلام اباد کې ناست د تحريک انصاف مشران چلوي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک تور لګوي چې د دې ګوند دباندي ناست مشران په خپله ګټه د صوبې حکومتي واک و اختيار استعمالوي.

'له کله چې د خلکو په ووټ دغه صوبايي حکومت جوړ شوی دی، نو له بده مرغه د تحريک انصاف چې کوم جهانګير ترين دی او يا نور سنيېر مشران دي هغه دلته په پېښور کې ناست دي او حکومت ته حکمونه ورکوي. د صحت په څانګه کې يوه اين جې او کار کوي چې مالک يې جهانګير ترين دی. له دې پرته زه تاسو ته يو بل مثال درکوم چې اوس به دلته څومره ترقياتي کارونه کيږي، د هغو لپاره دوی د مشاورينو ( کنسلټنټس) په نوم کمپنی راوستې دي ، دا د لاهور، اسلام آباد او کراچۍ کمپنيانې دي چې مالکان يې د تحريک انصاف مشران او واکداران دي'

قومي وطن پارټی چې په سر کې د تحريک انصاف په مشري د ګډ حکومت برخه وه چې وروسته بيا د تحريک انصاف مشر عمران خان په حکم د درغلۍ (کرپشن) په تور له ګډ حکومت وايستل شوه.

د دې ګوند يوه مشره انيسه زېب طاهر خيلي وايي، چې کله دوی د خېبر پښتونخوا په حکومت کې وو نو ټولې فيصلې به په لاهور او اسلام آباد کې کېدلې.

'موږ له دوی ځکه جلا شوي وو چې په ګډ حکومت کې يې له موږ سره سلا مشورې نه کولې. له سلا مشورې بغير به دغه فيصلې کيدلې، چرته په لاهور يا چرته په اسلام آباد کې به کيدلې. ښکاره خبره ده اوس هم دغه عمل روان دی'

دا وخت تحريک انصاف په ګوند کې دننه له سياسي بحران سره مخامخ دی. د دې ګوند د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ شاوخوا څوارلس غړي خپه شوي او ځان ته يې يوه بېله ډله جوړه کړې ده.

دوی د وزيراعلا پروېز خټک په مشري له صوبايي حکومت څخه يو شمېر اندېښنې لري.

له نوښاره د صوبايې اسمبلۍ غړی قربان علي هم د تحريک انصاف د خپه ډلې غړی دی. نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې په اسلام اباد کې له عمران خان سره وليدل نو د نورو ترڅنګ يې يو شکايت دا هم وکړی چې د خېبر پښتونخوا حکومت له صوبې دباندي خلک چلوي.

'زه هېچا ته دا اجازه نه ورکوم چې زموږ په چارو کې د بهر سړی لاس ووهي. دا خبره موږ هغه ورځ پر خپل مشر ( عمران) باندې هم واضحه کړه. دا صوبه به خپل کس پخپله سموي ځکه دوی د يو بل په نفسياتو پوهيږي. موږ ته خپل درد مالوم دی موږ پخپل درد ښه پوهيږو. موږ په دې خبره هېڅ سودا نه کوو، چې د بهر سړی دې زموږ صوبه وچلوي.'

نه يوازې د خېبر پښتونخوا د حزب اختلاف ګوندونه او د واکمن تحريک انصاف د اسمبلی خپه غړي دا شکايت لري بلکې په ورځپاڼو او ټولنيزه مېډيا هم دا خبره کېږي چې د خېبر پښتونخوا د حکومت چلولو واګې له صوبې بهر ناست کسانو په لاس کې دي.

په پيښور کې خبريال شاهد حميد وايي، د خېبر پښتونخوا بيوروکراسي هم خپه ده چې اصل واک و اختيار د دې صوبې له منتخب حکومت او وګړو سره نه دی.

'له کله چې دلته حکومت جو ړ شوی نو دوه درې ځله دلته عمران خان راغلی دی نو هغه پخپله د سيکرېټرانو د غونډو مشري کړې ده او هغو ته يې حکمونه جاري کړي دي. بله د جهانګير ترين د مداخلې خبره هم ده. تاسو ته به ياد وي د صحت په څانګه کې ځينې خبرې رابرسيره شوې وي نو په هغو کې د جهانګير ترين د لاس درلودلو خبره کېږي. له دې علاوه د تحريک انصاف د نورو مشرانو لکه اسد عمر او شرين مزاري ده د هغو لخوا هم مداخلت کيږي.'

خو د تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا د صنعت وزير شوکت يوسفزی بيا دا تورونه نه مني. دی دعوی کوي چې د صوبايې حکومت ټول وزيران پوره با اختياره دي.

'دا لومړی ځل دی چې هر وزير په مکمله توګه با اختياره دی. له بهره یعني اسلام اباده موږ ته څه حکمونه نه راځي، البته دا خبره ده چې د هر ګوند خپل يو مشر وي او هغه پاليسي ورکوي نو پر هغو لارښونو عمل کيږي'
XS
SM
MD
LG