بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په بالینګ او بېټنګ دواړو کې ځلېدلي عظمت الله عمرزي ته ورکړل شوه.
ټاکل شوې چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه ماښام شپږنیمې بجې پیل شي. د دواړو لوبډلو مشرانو رسنیو ته ویلي چې دوی دې لوبې ته پوره چمتوالی نیولی دی.
د نړیوال کپ په لړ کې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ترسره شویو لومړیو دوو لوبو کې نیوزيلنېډ متحده عرب اماراتو او نېدرلېنډز د نمېبیا لوبډلې ته ماته ورکړه.
ټاکل شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا شوړ شوي مهالوېش سره سم پاکستان د فبرورۍ پر ۱۵مه د سري لنکا په کولمبو کې له هند سره د ۲۰ اووریز نړیوال جام د لومړي پړاو لوبې ته ووځي.
د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او پخواني اعلا وزیر سردار اختر مېنګل یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان مسله داسې حالت ته رسېدلې چې راستنېده یې اوس د ده په وینا ممکن نه دي.
په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ټول ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴م په عامو انتخاباتو کې پوځ درغلۍ کړې وې او په ملک کې یې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړی وو. وفاقي حکومت، پوځ او د انتخاباتو کمېشن ټولو دا تور رد کړی وو.
د افغانستان لوبډله د نړیوال جام په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر اتمه د هند په چنايي کې د نیوزي لېنډ په وړاندې ترسره کوي.
د بلوچستان اعلاوزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پوځ په یو بیان کې دعوه وکړه چې د جنورۍ پر ۳۱مه یې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په مختلفو برخو کې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایۍ کې "۹۲" مشکوک وسلوال وژلي دي.
د وینزوویلا حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې ولسمشر نیکولس مادورو نیول شوی خو مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په یو ویډیويي وینا کې ویلي چې دا نه ده معلومه چې ولسمشر مادورو او د هغه مېرمنې چېرې دي.
د مسوزو ځايي مشر ملک نور دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له سیمې وار له مخه وتلي خلک دې په یوه اوونۍ کې ستانه شي ګني بیا به نه په سیمه کې پرېښودل شي او نه به برخه ورکړل شي.
د افغانستان په کندهار کې یوه داسې سیمه ده چې د کندهار دوبۍ په نامه هم یادېږي. هلته خلک د جمعې په ورځ مېلې ته ځي او په ډېرو قېمتي موټرو لوبې کوي خو که ټکر شي نو تاوان یې نه اخلي. بوریوال کاکړ په دې اړه د فرانس پریس اژانس رپورټ وړاندې کوي.
په پاکستان کې تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا په بونیر کې شوی وو. رویټرز اژانس له جنورۍ تر نومبره د نړۍ لویو پېښو ته کتنه کړې ده. بوریوال کاکړ یې لنډیز وړاندې کوي.
قاضي شاه ولسمشر ته په خپل استعفالیک کې هغه بدلون د هېواد پر "اساسي قانون جدي برید" بللی چې "د پاکستان ستره محکمه له منځه وړي، قضایه قوه د اجراییې تر واک لاندې کوي" او په ایین کې د "ولسواکي (جمهوریت) پر زړه ګوزار" کوي.
د جګړه ځپلي جنوبي سوډان د ړندو یا نابیناوو فوټبال لوبډلې نه یوازې په لومړۍ نړیواله اتلولي کې برخه اخیستې بلکې هغه یې ګټلې هم ده. د لوبډلې غړي وايي، په خپله بریا خوشاله دي او د هېواد ځپلي ولس ته د یووالي پیغام ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ