د بلوچستان اعلاوزير دعوه کړې چې امنيتي ځواکونو په تېرو شاوخوا دوو ورځو کې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او نښتو پر مهال "۱۴۵" مشکوک وسلوال وژلي دي.
د بلوچستان اعلاوزير میر سرفراز بګټي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کوټه کې خبري غونډي ته وويل چې په "تېرو ۴۰ ساعتونو کې" له وسلوالو سره په نښتو کې "۱۷ امنيتي سرتېري" هم وژل شوي دي.
بګټي وويل چې د جنورۍ پر ۳۱مه د وسلوالو په بريدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، وسلوالو په ګوادر کې "د یوې کورنۍ پینځه ښځې او درې ماشومان" چې ټول د "خضدار اوسېدونکي او بلوڅان" ول، وژلي دي.
د بلوچستان اعلاوزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پوځ په یو بیان کې دعوه وکړه چې د جنورۍ پر ۳۱مه یې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په مختلفو برخو کې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایۍ کې "۹۲" مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي ول چې د وسلوالو په بریدونو کې "۱۸ ولسي وګړي او ۱۵ پوځیان وژل" شوي دي.
بیان وايي، وسلوالو په "کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ، ګوادر او پسني" کې حملې وکړې.
بیان زیاتوي چې وسلوالو يوشمېر حکومتي ودانيو او بانکونو ته زيان اړولی دی.
فرانس پرېس او رویټرز اژانسونه وايي، بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بریدونو ذمه واري منلې. رویټرز اژانس وايي، هغې ډلې په حملو کې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې ده.
مشال رېډیو په خپلواکه توګه د پوځ او بلوڅ بېلتونپالو دعوې نه شي تاییدولای.
تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په پنجګور او هرنايي کې د ۴۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
پوځ د جنورۍ پر ۳۰مه او ۳۱مه په عملیاتو او نښتو کې وژل شوي د "فتنه هندوستان او فتنه خوارج" په نامه یاد کړي دي.
پوځ دا اصطلاحات عموماً د بي اېل اې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حافظ ګل بهادر ډلې په ګډون د هغو وسلوالو ډلو لپاره کاروي چې په پاکستان کې حملې کوي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې نوی دلی د بلوڅ بېلتونپالو ډلو ملاتړ کوي.
خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان تور "بې اساسه" بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي چې اسلام اباد "اکثر له خپلو داخلي ناکامیو څخه د توجه اړولو" لپاره دا ډول تورونه پورې کوي.
جیسوال لیکلي چې پاکستان دې تر داسې "تاوتریخوالي" وروسته د دې "دعوو پر ځای د سیمې د خلکو اوږدمهاله غوښتنو" ته ځواب ووايي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلام اباد د خلکو "د ځپلو، د ظلم او بشري حقونو سرغړونو تاریخ یا رېکارډ یې ښه معلوم" دی.
غبرګونونه
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او پخواني اعلاوزیر سردار اختر مېنګل پر اېکس پاڼه لیکلي چې په صوبه کې حالت د خورا اندېښنې وړ دی.
نوموړي د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې لیکلي چې په خپل "ټول ژوند کې" یې د بلوچستان حالات "تر دې حده خراب نه دي لیدلي" لکه څنګه چې اوس دي.
مېنګل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغې خبرې ته په اشاره چې ویلي یې ول "په بلوچستان کې د وسلوالو مخنیوي لپاره یو اېس اېچ او یا تاڼېدار کافي دی،" لیکلي چې د کورنیو چارو وزیر اوس ویلای شي چې هغه "اېس اېچ او چېرې دی؟"
په پاکستان کې د امریکايي سفارت ناظم الامورې نیټلي بېکر هم پر اېکس په بیان کې هغه "ترهګر بریدونه" غندلي دي.
نوموړې د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي، "امریکا په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د هغو ترهګرو بریدونو غندنه کوي چې ذمه واري یې بلوڅ لېبرېشن ارمي منلې ده."
امریکا وار له مخه بې اېل اې د بهرنیو ترهګرو په لېسټ کې شامله کړې ده. خو هغه ډله دریځ لري چې د بلوچستان "د خپلواکۍ لپاره مبارزه" کوي.