پاکستان د سري لنکا په وړاندې د کرکټ دریوو ۲۰ اووریزو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د ترسره کېدونکو هغو لوبو لپاره د دیسمبر پر ۲۸مه پر ایکس پاڼه د ۱۵ کسیزې لوبډلې نومونه خپاره کړي دي. په بیان کې راغلي چې د سلمان علي اغا په مشرۍ دا لوبډله به د جنورۍ پر اوومه، نهمه او ۱۱مه د په سري لنکا کې د هغه هیواد پر وړاندې د دریوو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
په اعلان شوې لوبډله کې د پاکستان د نومیالیو لوبغاړو، شاهین شاه اپرېدي، بابر اعظم، محمد رضوان، حارث روف او حسن علي نومونه نه دي راغلي.
په اعلان شوې لوبډله کې د کپتان سلمان علي اغا تر څنګ عبدالصمد، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، خواجه نافع، محمد نواز، سلمان مرزا، محمد وسیم، نسیم شاه، صاحبزاده فرحان، صایم ایوب، شاداب خان، عثمان خان او عثمان طارق شامل دي.
د پاکستان کرکټ بورډ په بیان کې دا هم ویل شوي چې د سري لنکا په وړاندې لوبې به ورسره د راتلونکي ۲۰ اووریز نړیوال کپ لپاره د خپلې لوبډلې په ټاکلو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ له اوومې د مارچ تر اتمې په هند او سري لنکا کې ترسره شي. پاکستان به په دې نړیوال کپ کې خپلې ټولې لوبې د سري لنکا په پلازمېنه کولمبو کې کوي.