د پاکستان حکومت وايي د کرکټ په روان ۲۰ اووریز نړیوال جام کې له هند سره لوبه کوي.
د پاکستان وفاقي حکومت د فبرورۍ پر نهمه ناوخته پر ایکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وزیراعظم ته د ټولې کشالې په اړه تفصیل وړاندې کړ.
بیان زیاتوي چې د بنګلادېش، سري لنکا او محتده عرب اماراتو د کرکټ ملي ادارو له پاکستانه په رسمي توګه غوښتنه کړې وه چې له هند سره د لوبې نه کولو پرېکړه بیرته واخلي او پر ټاکلې نېټه لوبه وکړي.
ټاکل شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا شوړ شوي مهالوېش سره سم پاکستان د فبرورۍ پر ۱۵مه د سري لنکا په کولمبو کې له هند سره د ۲۰ اووریز نړیوال جام د لومړي پړاو لوبې ته ووځي.
د کرکټ ګڼو پخوانیو نړیوالو لوبغاړو او چارواکو د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
پاکستان تر دې وړاندې د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ز کال په ۲۰ اووریز نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.
د پاکستان حکومت هغه مهال د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه وو وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش په ملاتړ یې دا پرېکړه کړېده.
دا له هغه وروسته وه چې د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو انکار وکړ.
بنګلادېش ادعا کړې وه چې په هند کې یې لوبغاړي خوندي نه دي نو ځکه دې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال کپ په لړ کې د دوی ټاکلې سیالۍ سري لنکا ته انتقال کړي.
هند او د کرکټ نړیوالې شورا دا ادعا او غوښتنه رد کړې وه چې کواکې د بنګلادېش لوبډلې ته په هند کې امنیتي ستونزې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ملکونو "د ملي امنیت" پر اساس پرېکړو ته "احترام" لري خو د پاکستان له خوا له هند سره سیالي نه کول "ژورې اغېزې" لرلای شي.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د فېبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.
پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډز ته ماته ورکړې وه خو افغانستان بیا خپله لوبه پر نیوزیلېنډ بایللې وه.
په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.
د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلې
اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.
بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.
سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز
ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات