بوریوال کاکړ د مشال راډیو لپاره د پاکستان او افغانستان په اړه رپوټونه جوړوي.
چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
نواز شریف د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.
بایډن د اکتوبر پر ۱۴مه له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره په ټېلېفوني خبرو کې یو ځل بیا حماس ډله وغندله او و یې ویل چې هغه د فلسطینیانو د خپلواکۍ د هیلو استازیتوب نه کوي.
دوی وايي، یو پلو په لوی سر کې د بلوچستان ابادي کمه کړل شوې او بل په صوبه کې دننه د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د ابادۍ زیاتېدو کچه په نامناسبه توګه عملي شوې ده.
ثنا الله بلوڅ وویل چې مذهبي سختدریځي یوازې د خلکو ژوند ته نه بلکې په مجموعي توګه د هر ډول پرمختګ مخې ته خنډ دروي او ګواښي یې. د پاکستانیو حکومتي او امنیتي چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې دولت یا ریاست د سختدریځۍ په خپرولو کې لاس لري.
پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر شپږمه له نېدرلېنډ سره کوي او افغانستان به د اکتوبر پر اوومه د خپلې لومړۍ لوبې لپاره د بنګله دېش په وړاندې میدان ته وځي.
انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ.
د مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره د کارکوونکي غیر حکومتي سازمان عورت فاونډېشن د بلوچستان مشر علاوالدین خلجي مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان په څېر صوبې لپاره داسې پروژې بیخي د هرکلي او ستاینې وړ دي.
د هند په نوي ډیلي کې د سېپتمبر پر نهمه د نړۍ د شتمنو هېوادونو جي ۲۰ غونډه پيلېږي. د غونډې تر پیل دمخه د ښار چارواکو ځینې هغه عارضي کورونه وران کړي چې غریب خلک پکې میشت ول.
دا له هغه وروسته ده چې د ګلګت بلتستان حکومت په ځينو ځایونو کې د امنيت لپاره د پولیسو تر څنګ رينجرز او ايف سي ځواکونو هم ورغوښتي دي.
د موسم په اړه معلومات ورکوونکو ادارو وړاند وینه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې ۵۰ اووریزه لوبه کې ښايي باران وشي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په غرنیو سیمو کې د سفر لپاره پر زانګوګانو بندیز لګولی دی. دا ګام له هغه وروسته واخیستل شو چې د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست پر ۲۲مه د سکول اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د ی
د پاکستان په سیند صوبه کې د تېر کال تر سېلابونو وروسته هلته د هیرټېج فاونډېشن په مرسته د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړي کورونه جوړ کړل شوي دي. دا کورونه د سېلاب او ګرمۍ په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي. نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیويي راپور کې.
د وزیر او د مزارۍ د وکیلانو د ډلې یو غړي اېمل خان مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عدالت په هم هغه اورېدنه کې د مزارۍ ضمانت هم منظور کړ. خو تر ضمانت وروسته چې مزارۍ د راولپېنډۍ له زندانه وتله نو د اسلام اباد پولیسو بیا ګرفتاره کړه.
د فلسطین په غزه کې یوې ښځې د میاو په نامه داسې چایخانه جوړه کړې ده چې خلک پکې له پیشوګانو سره لوبې هم کولای شي. هغه وايي، موخه یې دا ده چې خلک اګاه شي او په کورونو کې حیواناتو ته پام وکړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په قرغیزستان کې روانه میاشت د بایسکل ځغاستې نړیواله سیالي پیل شوې چې د نړۍ له تر ټولو سختو یا ګرانو سیالیو یوه بلل کېږي. په هغه سیالۍ کې په لومړي ځل د کوربه هېواد دوه نجونه هم ګډون کوي. ټاکل شوې چې د ۸۰۰ کېلومیټرو ځغاسته د اګست پر ۲۶مه پای ته ورسي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یا سېریز ترسره کړي.
نور وښیئ