د کرکټ په نړیوال ۲۰ اووریز جام کې د فېبرورۍ پر ۱۵مه د هند او پاکستان ترمنځ د سريلنکا په کولمبو کې لوبه ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه ماښام شپږنیمې بجې پیل شي. د دواړو لوبډلو مشرانو رسنیو ته ویلي چې دوی دې لوبې ته پوره چمتوالی نیولی دی.
د پاکستان او هند ترمنځ سیالي د کرکټ نړیوال کپ د لومړي پړاو ترټولو زیاته څارل کېدونکې لوبه ګڼل کېږي.
د فبرورۍ پر ۱۵مه تر دې لوبه وړاندې په دوو نورو لوبو کې د نیپال سیالي له ویسټ انډیز او د نمېبیا هغه له امریکا سره ده.
د نړیوال کپ په لړ کې د فېبروۍ پر ۱۴مه هم درې لوبې ترسره شوې وې. په لومړیو دوو لوبو کې ایرلېنډ د عمان لوبډلې او انګلستان بیا د سکاټ لېنډ لوبډلې ته ماته ورکړه. په دریمه لوبه کې بیا جنوبي افریقا د نیوزيلېنډ په وړاندې بریا ترلاسه کړې وه.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د فېبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.
د پاکستان لوبډله په اې ګروپ کې ده. دوی په خپله لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډز ته او په دویمه کې یې د امریکا لوبډلې ته ماته ورکړې وه.
ټکل شوې چې د افغانستان لوبډله د فېبرورۍ پر ۱۶مه خپله دریمه لوبه د متحده عرب اماراتو په وړاندې د هند په ډلي کې ترسره کړي.
د افغانستان لوبډله په ډې ګروپ کې اچول شوې ده. دوی په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ او په دویمه کې تر ډېرې نادرې او دلچسپې بازۍ وروسته له جنوبي افریقا ماته خوړلې وه.
په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.
د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلې
اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.
بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.
سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز
ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات