پاکستان د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ په لړ کې د امریکا په وړاندې خپله دویمه لوبه ترسره او وګټله.
پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سر ۱۹۰ منډې وکړې.
په دې کې صاحبزاده فرحان ۷۳، بابر اعظم ۴۶ او شاداب خان ۳۰ منډې شاملې وې.
په ځواب کې د امریکا لوبډلې ښه پیل وکړ خو بیا یې تر پایه هغسې لوبه ونکړای شوه او په ۲۰ اورونو کې یې .............
پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډز ته ماته ورکړې وه او دریمه په دریمه لوبه کې به د فبرورۍ پر ۱۵مه د هند په وړاندې ترسره کوي.
د نړیوال کپ په لړ کې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ترسره شویو لومړیو دوو لوبو کې نیوزيلنېډ متحده عرب اماراتو او نېدرلېنډز د نمېبیا لوبډلې ته ماته ورکړه.
متحده عرب اماراتو لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۳ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف بې له څه زیانه پوره کړ.
د نیوزيلېنډ لوبډلې هم دا دویمه بریا ترلاسه کړه. هغوی په خپله لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې وه.
په بله لوبه کې نمېبیا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سر ۱۵۶ منډې وکړې.
د نېدرلېنډز لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۸ اووره کې د درو لوبغاړو په سر ترلاسه کړ او په دې نړیوال کپ کې یې لومړۍ سیالي وګټله.
د فبرورۍ پر ۱۱مه به هم درې لوبې ترسره کېږي.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان له جنوبي افریقا، اسټرالیا له ایرلېنډ او انګلستان له ویسټ انډیز سره لوبېږي.
په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.
د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلې
اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.
بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.
سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز
ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات