پاکستان ته د امریکا نوي لېږدول شوي سفير ډونلډ بلوم ويلي چې واشنګټن له اسلام اباد سره اړیکې پياوړې کول غواړي.
بلوم د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۳مه نېټه په پاکستان کې د سفير په حيث خپله دنده پيل کړه. تر نوموړي وړاندې د تېرو څلورو کلونو پر مهال په پاکستان کې د امریکا سفارت له سفیر پرته کار کاوه او سفارتي چارې یې شارزدافېر پرمخ وړلې.
نوموړی د جون پر څلورمه په يوه ويډيويي پيغام کې، چې په اسلام اباد کې د امريکا سفارت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه خپور کړی، وايي چې هغه د پاکستان او امريکا پر "اوږدمهاله اړيکو وياړي."
We have a long-standing partnership and rich history with Pakistan. Ambassador Donald Blome has a message for Pakistan and Pakistanis near and far as he begins his tenure as the U.S. Ambassador to Pakistan. #PakUSAt75 pic.twitter.com/peWUOiMeZ3
— U.S. Embassy Islamabad (@usembislamabad) June 4, 2022
نوموړی زياتوي چې "موږ دا وخت له ننګونو ډکې نړۍ کې ژوند کوو او موږ به دې چیلېنجونو ته په شريکه او اوږه په اوږه ځواب وايو."
ډونلډ بلوم په داسې وخت کې د پاکستان لپاره د امریکا سفیر ټاکل شوی چې د شنونکو په اند، د دواړو هېوادونو سفارتي اړيکې ډېرې ښې نه دي، خو نوموړي اسلام اباد ته له ورتګ سره سم ليدنې پیل کړي دي.
نوموړي د جون پر ۱۴مه د پاکستان له بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره وليدل او هم په دغه ورځ په کراچۍ کې د اسعارو بدلولو مرکز "پاکستان سټاک اېکسچېنج" د روايتي ټلۍ غږولو په دستوره کې مشر مېلمه وو.
بلوم هلته په يو بیان کې وويل چې له پاکستان سره پياوړي اقتصادي اړيکې غواړې چې دا ډول نور امریکايي شرکتونه په پاکستان کې پانګونه وکړي.
Ambassador Donald Blome sounded the gong at #PSX to signify the U.S. commitment to a strong U.S.-Pakistan economic partnership. #DYK that the U.S. is Pakistan%27s largest export market, and the bilateral trade was worth nearly $9 billion in 2021?#PakUSAt75 #USAMBinKhi #AmbBlome pic.twitter.com/HnENhyhZHI
— US Consulate Karachi (@usconsulatekhi) June 14, 2022
دا چې پاکستان ته د امريکا د نوي سفير ورتګ او هلته د نوموړي له خوا "مثبت" بيانونه او پيغامونه د دواړو هېوادونو پر اړيکو څه اغېز لرلای شي؟
د پاکستان پخوانی سفارت کار ایاز وزیر په دې اند دی چې له څه مودې راهيسې د دواړو هېوادونو تر مينځ اړيکې مخ پر خرابېدو دي، خو د هغه په وينا اوس د امریکا له خوا د سفیر ټاکنه له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو یو "پیاوړی سفارتي پیغام" دی.
نوموړی زياتوي، "د امریکا له خوا د پاکستان لپاره د سفیر ټاکنه يو مهم پرمختګ دی چې غواړي له پاکستان سره تعلقات بېرته بحال کړي، ګنې که [امریکا] دا نه غوښتل نو بیا يې سفير نه رالېږدولای."
اياز وزير د ډونلډ بلوم وروستيو بيانونو ته په اشارې زياتوي چې هر سفير له اړوند هېواد سره اړيکې پياوړي کول غواړي.
دا هم وګورئ: پاکستان او امریکا ۱۰ میاشتې پس پر امنیتي چارو غږېږيد پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان ليکي چې په پاکستان کې "امریکا ضد احساسات له اوږدې مودې" راهيسې موجود ول خو په خبره يې دا جذبات تر هغه وروسته نور زیات شول چې کله پخوانی وزیراعظم عمران خان په قامۍ اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک په نتيجه کې له واکه ليرې کړل شو.
نوموړي د وزيراعظمۍ له څوکۍ څخه د هغه ليرې کول يو بهرنی سازش وباله او ګوته يې امريکا ته ونيوله. عمران خان په خپلو مرکو او سیاسي بیانونو کې دا خبره په وار وار په ټينګار سره وکړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د پاکستان د هغه وخت حکومت مخالفه ګوندونو دا تورونه په کلکه رد کړل.
د پاکستان پخوانی سفارتکار اصف درانی وايي چې د عمران خان بيانونو د امريکا او پاکستان پر اړيکو منفي اغېز وکړ. "په عمومي توګه عمران خان په دې اړه غیرسفارتي ژبه کاروله. چونکې هغه [عمران خان] په نړيوالو تعلقاتو ډېر نه پوهېږي، او بله خوا د هغه په حکومتي دوره کې د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم زیاته پاملرنه د بهرنيو چارو پر ځای په ملک کې دننه سیاسي چارو ته کوله."
دا هم وګورئ: شنونکي: پر امریکا د عمران خان تورونه یوازې سیاسي بیان دیاصف درانی زياتوي چې له امریکا سره د پاکستان اړيکې د راکړې ورکړې پر بنیاد ولاړې دي، نو د هغه په وينا، پکار ده چې د سیمې او ګاونډ د ثبات لپاره پاکستان داسې بهرنۍ تګلاره خپله کړي چې "باثباته او بېطرفه" وي.
په تيرو دوو لسیزو کې د پاکستان او امریکا تر مينځ اړیکو کې د افغانستان موضوع مهمه پاتې شوې ده. په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو چارو د څانګې ښوونکی ډاکټر خورشید خان وايي چې امریکا له پاکستان سره اړيکې ساتل غواړي، خو د ژورو تعلقاتو څه اراده نه لري.
"امريکا درې څلور خبرې کوي. یوه د نشيي موادو ، له افغانستان سره د پولې د انتظام، د بشري حقونو او څلورم د مدني ټولنو په حواله خبرې دي. د دې علاوه خارجه، سټراټيجیکي تګلارې او یا د پوځي او سياسي تعلقاتو په حواله د امریکا دلچسپي ختمه شوې ده."
دا هم وګورئ: وېسټ: پاکستان د افغان سولې پروسې ملاتړی وو خو د امريکا اکثره وړانديزونه يې نه وو منليد پاکستان لپاره د امریکا نوي سفیر ډونلډ بلوم د جون پر ۱۴مه د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره په يوه مرکه کې ويلي چې واشنګټن اراده لري چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر څنګ د سیاسی مشرتابه او ولسونو تر مينځ هم د دوه اړخیزه اړيکو پر بنیاد تعلقات پر مخ يوسي.