د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: پر امریکا د عمران خان تورونه یوازې سیاسي بیان دی


شنونکي وايي عمران خان پر امریکا د تورونو پورې کولو له لارې پر پوځ فشار اچول غواړي - د اپرېل ۱۳مې انځور.
شنونکي وايي عمران خان پر امریکا د تورونو پورې کولو له لارې پر پوځ فشار اچول غواړي - د اپرېل ۱۳مې انځور.

د پاکستان پوځ د تحریک انصاف هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د عمران خان حکومت د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شوی دی.

عمران خان تور پورې کوي چې د مارچ پر اتمه نېټه د هغه پرضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پیپلز پارټۍ له خوا د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د دایر شوي عدم اعتماد تحريک لامل "بهرنی سازش" وو. نوموړي وروسته په څرګندونو کې د امریکا نوم هم اخیستی وو.

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عدم اعتماد د تحریک د کامیابۍ له وجې د وزیراعظمۍ له منصبه ګوښه شو. نوموړی او د ګوند نېږدې ټول مشران یې له رسنیو سره په خبرو او په لویو سیاسي جلسو کې دا ادعا کوي چې د یو سازش او بهرنۍ لاسوهنې له وجې یې حکومت ختم شو او د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت "له بهره تپل شوی (امپورټېډ)" دی چې دوی به یې هېڅ کله و نه مني.

خو د پاکستان پوځ ويلي، د روان کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه د هېواد د ملي امنيت کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې د هېواد د حکومت پرضد د "بهرني سازش" کېدو ټکی نه وو استعمال شوی. دا خبره د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ایي اېس پي ار) وياند مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وکړه: "په واضحه الفاظو لیکل شوي چې څه ول او څه نه ول. ايا د ملي امنيت کمېټې د غونډې په اعلاميه کې د سازش لفظ شته؟ زما په فکر نشته."

عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه د روسیې په دوه ورځني سفر مسکو ته ورسېد او پر سبا یې روسيو ځواکونو پر اوکراین یرغل وکړ. نوموړي تور پورې کړی چې امريکا کې د پاکستان سفير ورته په خط کې ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی."

عمران خان وايي تر نویو انتخاباتو پورې احتجاجي جلسو ته دوام ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

په پاکستان کې شنونکي د عمران خان څرګندونو ته د سیاسي بیانونو په سترګه ګوري او ټینګار کوي چې هغه د خپلو ناکامیو پړه پر امریکا د اچولو هڅې کوي.

د پاکستان یو پخواني سفير اصف دراني د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل، د مختلفو ملکونو د سفارتکارانو ترمینځ د بهرنیو چارو په پاليسۍ دا ډول خبرې "عادي" بلل کېږي.

دی وايي، که د پاکستان رياست او بهرنیو چارو پاليسي د امريکا په کنټرول کې وای نو اوس به پاکستان اټومي قوت نه وو. "پاکستان خپله ازاده پاليسي لري. البته د دواړو [امریکا او پاکستان] پاليسۍ که ځينې وخت په خپلو کې سره سمون خوري نو هغه ځکه چې هغه وخت یې ګټې سره یو شان وي."

درانی وايي، پر امریکا د عمران خان تور پورې کول "يوازې یو سياسي بيان" دی. نوموړی زیاتوي چې د امريکا ضد جذباتو ته "هوا" ورکول د پاکستان لپاره معاشي مسلې جوړولی شي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، پاکستان له امريکا د اربونو ډالرو مرستې اخیستي خو بيا هم د ولس له محاسبې او پوښتنو څخه د ځان خلاصولو لپاره د خپلو ټولو ناکاميو تور په امريکا اچوي.

د ده په خبره، هم دغه وجه ده چې په پاکستاني ولس کې د امريکا ضد جذبات دي چې اوس يې عمران خان پر پوځ د فشار اچولو لپاره کاروي. "عمران خان چې کله د امرېکا نوم اخلي نو دا نېغ په نېغه د پاکستان پر پوځ او اېسټیلېشمنټ ګوزار دی. په پاکستان کې د امرېکا خلاف خبرې ډېرې اسانه دي، عمران خان له دې ګټه اخلي او د پوځ نوم نه اخلي خو پر امرېکا تنقيد کوي او پوځ پر دې خپه کېږي ځکه چې هغوی نه غواړي، له واشنګټن سره يې اړيکې خرابې شي."

عرفان اشرف د اپرېل پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل، عمران خان ګڼي چې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په وینا د تحریک انصاف ګوند اتحادیانو ورڅخه لاره جدا کړه او ورته یې سیاسي مسلې جوړې کړې خو بل پلو، د پاکستان د پوځ ویاند په بیا بیا ویلي چې پوځ له سیاست سره هېڅ سروکار نه لري.

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، عمران خان د خپل حکومت د ختمولو تور پر امريکا لګوي خو اتحادیانو یې په ملک کې د زياتې ګرانۍ، بې روزګارۍ او نورو مسلو له وجې پرېښود او د دې په پایله کې یې حکومت ړنګ شو. "هغه خلک چې د [عمران خان] مينه وال دي، که هغه ښه کوي او که بد، دوی يې ملاتړ کوي. نو عمران خان هغه پر دې قايلولای شي چې د ده خلاف امريکا سازش کړی خو پوه او بې طرفه خلک نه شي مطمينولی ځکه چې هغوی د خپلې ارادې خاوندان دي."

د دې ترڅنګ د عمران خان مخالفو ګوندونو هم ویلي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان د هېواد د اقتصادي مسلو او د نورو ستونزو په هوارۍ کې پاتې راغلی وو، نو ځکه یې پرضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو پرېکړه کړې وه.

بلخوا امريکا هم د عمران خان تور رد کړی او د بهرنيو چارو وزارت یې ويلي چې په پاکستان کې اییني بهیر درناوی کوي.

XS
SM
MD
LG