د خیبر پښتونخوا سلګونه ماشومان د کار ځایونو کې له ځورونو سره مخامخېږي

پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر ماشومانو د تېریو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د پېښور پر کواټ روډ یا سړک د ګاډو مرمت په مستريخانې کې د اصغر خان په ګډون شپږ ماشومان کار کوي چې ورڅخه یې ځینې په ورځنۍ او نور یې په میاشتنۍ تنخا نوکران دي.

اصغر خان ۱۲ کلن دی خو وايي، د تعلیم وخت یې "تېر شوی" دی او د کورني اقتصاد چلولو ذمه واري یې پر اوږو ده نو ځکه کار کوي.

نوموړي د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، ماشومان د کار په ځای کې اکثر د تشدد ښکار کېږي. "دلته زیاتره هغه ماشومان دي چې پلرونه یې دېهاړي کوي یا د غریبۍ له وجې سکولونو ته نه شي تللای نو ځکه دلته [په مستریخانې کې کار ته] راځي. د ورکشاپ به څه ژوند وي؟ خو مجبوري ده. زموږ استاد ښه سړی دی نو زموږ د ټولو خیال ساتي، خو په ځینو مستریخانو کې استادان ډېر وهل کوي او د کارکوونکو ماشومانو هېڅ خیال نه ساتي."

په خیبر پښتونخوا کې زرګونه ماشومان د ګاډو مرمت په کارخونو، دوکانونو او نورو ځایونو کې کار کوي. له ارقامو سره سم، د زیاتره ماشومانو عمرونه له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلونو پورې دي خو داسې ګڼ ماشومان هم شته چې تر ۱۲ کلنۍ مخکې مزدورۍ کوي.

د ناحکومتي سازمانونو او پولیسو له شمېرو سره سم، په هغه صوبه کې سلګونه ماشومان هر کال د کار په ځایونو کې له بېلابېلو ځورونو، تېریو او ځورونو سره مخامخېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور په مستريخانو کې ګڼ ماشومان کار کوي

د اصغر خان استاد انور خان هم مني چې د بېوزلۍ ښکار ډېری ماشومان د کار په ځای کې د ناسم چلند، استحصال او تشدد ښکار کېږي. "زیاتره ماشومان د غریبۍ له وجې دېهاړي کوي. دوی غواړي چې مازیګر کور ته یو څو پیسې یوسي. دا خبره سمه ده چې په ځینو ځایونو کې له ماشومانو سره سمه رویه نه کېږي او که مالک ښه سړی وي نو د ماشومانو خیال ساتي."

د ورکشاپ به څه ژوند وي؟ خو مجبوري ده.
اصغر خان

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نومبر ۱۸مه پر ماشومانو د جنسي استحصال، ناسم چلند او تاوتریخوالي د درولو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

ملګرو ملتونو پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې غواړي د دې ورځې په لمانځلو د نړۍ حکومتونه د داسې تګلارو جوړولو ته اړ اېستل دي چې ماشومان له تعلیم او نورو بنیادي حقونو او اسانتیاوو بې برخې نه شي او پر ماشومانو د جنسي تشدد د مخنیوي لپاره قوانین جوړ کړي.

دا هم وګورئ: میرکلام: د خیبر پښتونخوا څه کم پنځه میلیونه ماشومان له سکولونو بهر دي

پر ماشومانو د تېري د پېښو ارقام

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد خلاف کارکوونکې ناحکومتي ادارې ساحل په سېپټېمبر کې په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې پر ماشومانو د تېري ۲،۲۱۱ پېښې ثبت شوې دي.

له خپل کوره بهر پر ماشومانو د مشقت او داراز د تېري او تشدد پر پېښو سربېره ولې خلک خپل بچي کار ته لېږدوي؟ د ماشومانو د حقونو فعالان او پلرونه وايي، د دې لوی لامل بېوزلي ده.

په پېښور کې یو دوکاندار هارون خان مشال راډیو ته وویل، د غربت زیاتېدو له وجې خلک مجبوره دي چې ماشومان د ښوونځي پر ځای کار ته ولېږدوي. "دلته په پېښور کې ډېر ماشومان دي چې کارونه کوي، د ملک اقتصادي حالات هم خراب دي نو ځکه تاسو وینئ چې په هر ځای کې ماشومان کارونه کوي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مستریخانو کې د ماشومانو ژوند څنګه وي؟

ساحل په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ماشومانو د "جنسي تېري ۱،۱۷۰، د هغوی د تښتونې ۸۰۳، د ورکېدو ۲۱۲ او ودولو ۲۶ پېښې" ثبت شوې وې. رپورټ کاږي چې د تېریو ښکار ۵۵ فیصده نجونه او ۴۵ سلنه یې هلکان ول.

د ماشومانو خوندیتوب لپاره د زیاتو هڅو اړتیا

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د نومبر پر ۱۷مه مشال رېډیو ته وویل صوبايي حکومت د ماشومانو خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړی دی خو په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

دی د بېنظیر انکم سپورټ په نوم د مالي مرستو پروګرام د یوې نظر پوښتنې پر اساس وايي چې "اوس هم ۴۷ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي. یوازې په پېښور کې له اتو څخه تر ۱۰،۰۰۰ پورې ماشومان مختلفې مزدورۍ کوي. د ماشوموالي ودونه یوه بله مسله ده. دا شان په سکولونو او مدرسو کې ماشومانو ته سزاګانې ورکول کېږي او د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه نه پورته کېږي. د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره په ۲۰۱۹ز کال کې پر ماشومانو د جنسي تشدد ۱۸۵ کېسونه رپورټ شوي ول، او په ۲۰۲۱ز کال کې چې ما [له پولیسو شمېرې واخیستې] نو د هغې له مخې په خیبر پښتونخوا کې ۳۶۰ ورته کېسونه رپوټ شوي ول."

دا هم وګورئ:

جهانزیب خان: په پېښور کې دولس زره ماشومان مزدورۍ کوي په ماشومانو د مزدورۍ کولو ضد ورځ ولې لمانځل کېږي؟لاهم په نړۍ کې ۱۵۲ میلیونه ماشومان خواریکښي کوي'که ماشومان مزدوري نه کوي نو څه به خوري؟'

حکومتي دریځ او هڅې

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ماشومانو خوندیتوب او د هغوی حقونو ته ژمن دی.

د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب کمېشن یو مشر وقار احمد د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، له قانون سره سم، کوچني ماشومان باید کار و نه کړي. "صوبایي حکومت قانون سازي کړې. له ۱۴ کلونو [څخه] کم عمره ماشومان مزدوري نه شي کولای. چې له ۱۴ [کلونو] یې عمر زیات شي نو بیا ورته تخنیکي زده کړې ورکول کېږي. موږ کوشش کوو چې پر ماشومانو د تشدد مخنیوی وشي او په دې اړه پوهه زیاته شي. په دې اړه زموږ کمېشن او د [زیار او کار] صوبایي [وزارت په ګډون] ټول کار کوي."

د پاکستان اساسي قانون (ایین) د ۳۷مې مادې په لومړۍ برخه کې راغلي چې هېڅ ماشوم باید "له تشدد یا نورو ظالمانه، غیر انساني او توهینوونکي چلند یا سزا سره مخامخ نه شي."

په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان پارلېمان د ماشومانو د تحفظ په موخه د مجازاتو یا سزاګانو یو قانون هم منظور کړ چې پکې پر ماشومانو په جنسي تېري کې ککړو کسانو ته د مرګ سزا وړاندیز شوی وو.