د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهم په نړۍ کې ۱۵۲ میلیونه ماشومان خواریکښي کوي


انځور له ارشیفه

د جون ۱۲مه د خواریکښو ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د کار نړیوال سازمان په وینا، په نړۍ کې ۱۵۲ میلیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي. په پاکستان کې هم په لکونه ماشومان دي چې عمرونه یې د لوبو او ښوونځي ته د تګ دي خو بې وزلۍ ورته د کور خرڅ پوره کولو پېټي ورپشا کړي.

دا ماشومان د خلکو په کورونو او په ښار او بازار کې په کمو پیسو مزدورۍ او مشقت کوي.

په دوی کې یو هم لس کلن عارف دی چې په شوقدر کې د ډوډو پخولو په یوه تنور کې په ۲۵۰ سوه روپۍ له سهاره تر ماښامه کار کوي.

خو عارف او یا د تنور مالک ته یې د خواریکښو ماشړمانو په اړه هېڅ معلومه نه وه، عارف ته په دغه تناره کې یوازې د اوړو پیړی جوړول حواله دي.

عارف وايي، "زما دوه کاله وشو چې دلته کار کوم، پیړي او خمبیرونه جوړوم، پلار مې د یو خان سره د هغه په حجره کې خدمت کوي، یو رور مې کولال سره دی او بل خرګاډې چلوي.

نوموړی زیاتوي، "ما سکول ویلو خو پلار مې را باندې پرېښودو، ویل یې دلته په تنور کې کار کوه، د کورونا له کبله څو ورځې په کور وم او مزدوري مو نه وه."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) د جون پر ۱۲مه په یوه رپورټ کې اندېښنه ښودلې چې د کورونا وایرس وبا له وجې په نړۍ کې له ماشومانو څخه د سختو کارونو اخیستل ښايي زیات شي.

یونېسف وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په نړۍ کې په ماشومانو د شاقه کارونو پرضد لوی پرمختګونه شوي دي خو په ټوله نړۍ کې د کورونا وبا له کبله د اقتصاد اغېزمنېدو او د بېروزګارۍ زیاتېدو له وجې کورنۍ له مالي ستونزو سره مخامخېږي.

نهه کلن وقاص د کتوزو شوقدر اوسېدونکی دی او دا هم د شوقدر نه پنډۍ ته په تلوونکي ګاډو اډه کې شوملی پلوري.

نوموړی وايي، "زه په دريم ټولګي کې یم، اوس چوټیانې (رخصتۍ) دي خو چې کله د شوملو پلورلو له کاره کور ته لاړ شم نو بیا د سکول سبق په کور کې وایم، دلته د ۲۰۰ تر ۲۵۰ سوه روپو پورې ګټم".

ملګري ملتونه د ماشومانو شاقه کار یا سخت کار هغې مزدورۍ ته وايي چې له ماشومانو د هغوی کوچنیوالی، د هغوی پټ صلاحیتونه یا استعدادونه او وقار ورڅخه تروړي اخلي او د هغوی بدني او ذهني ودې ته زیان رسوي.

په بله معنا یې که ووایو نو د کار نړیوال سازمان (اېنټرنیشنل لېبر اورګنایزېشن، ای اېل او) په خبره، هر هغه کار چې ماشومانو ته ذهني، بدني، ټولنیز یا اخلاقي زیان رسوي یا خطرناک وي ورته د ماشومانو سخت کار ویل کېږي.

همداراز هر هغه کار چې د ماشومانو ښوونې، روزنې ته تاواني وي یا یې ښونځي ته له تګه محروموي او یا یې پرېښودو ته اړ باسي، شاقه کار بلل کېږي.

خو که ماشومان په خپل کور کې له لویانو سره کار کوي او کار یې روغتیا یا شخصیتي وده نه زیانمنوي او ښونځي یې نه اغېزمنوي نو هغې ته مثبت کار ویل کېږي او ماشومانو ته ګټه رسوي.

د کار نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې (یونېسف) په وینا، په نړۍ کې شاوخوا ۱۵۲ میلیونه ماشومان د شاقه یا سخت کار ښکار دي.

له دې څخه شاوخوا نیمايي یعنې ۷۳ میلیونه ماشومان په خطرناکه کارونو بوخت دي.

د دې سازمانونو په وینا، له ۱۵۲ میلیونه څخه یې ۸۸ میلیونه هلکان او پاتې یې نجونه دي چې د ماشومانو د سخت کار ښکار دي.

د پاکستان د شماریاتو نړیواله اداره اوسمهال په هېواد کې د ماشومانو سخت کار په اړه یوه سروې او څېړنه کوي چې لا هم بشپړه نه ده خو د ۲۰۱۶ز کال له اټکل سره سم، په هغه هېواد کې ټول ۱۲.۵ میلیونه ماشومان سخت او خطرناکه کارونه کوي.

د امریکا کار وزارت په ۲۰۱۸ز کال کې په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې پاکستان د ماشومانو د سخت کار په اړه د کار نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو یو شمېر قوانین منظور کړي دي.

له دې پرته پاکستان پر وفاقي او صوبايي سطحو هم د ماشومانو سختو کارونو په اړه قوانین لري.

په پاکستان کې پر وفاقي او صوبايي کچ د ماشومانو مزدورۍ او کار په اړه تر ټولو کم عمر ۱۵ کاله ټاکل شوی.

پر وفاقي کچه د خطرناکه کار لپاره تر ټولو کم عمر ۱۵ کاله خو په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۱۹، ۱۹ کاله او په پنجاب کې ۱۸ کاله ټاکل شوی او بلوچستان تر ۲۰۱۷ز کال پورې تر ټولو کم عمر نه وو ټاکلی خو صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر اتمه د سکرو په کانونو کې د ماشومانو کار پرضد قرارداد منظور کړ.

د تناره مالک احتشام د پېښور پوهنتونه د ۱۶پورې سبق پوره کړی او دی وایي چې سږ کال یې د کورونا وبا له کبله د لګیدلي ټولبند په دوران کارونه ډېر خراب شوي دي، نو په دوکان کې ورسره د عارف علاوه دوه نورو ماشومانو هم کار کوي، او هغه یې چوټي کړی دی.

نوموړي وايي، ''عارف له ۳۰۰ روپۍ او ډوډۍ د ورځې اجرت ورکوم، د عارف پلار ته مې ډېر ویلي چې په زوی که سکول نه شي ویلی نو دیني سبق پرې ووايه خو پلار یې د غریبۍ له وجې دلته کار له راوستی دی، دا ماشوم دی نو په ده موږه اسانه کار کوو لکه پیړی جوړول، او د سخت کار نه یې ساتو."

یونېسف د کووېډ-۱۹ وبا له وجې د ماشومانو د مشقت او مزدورۍ کره اټکل نه شي وړاندې کولای خو وايي، د کورنیو بېوزله کېدل یا د هغوی مالي مشکلات ماشومان کار ته مجبورولای شي چې له وجې یې په نړۍ کې په سختو کارونو د اخته ماشومانو شمېر لا زیاتېدای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG