د لاسرسي ځای

پاکستان سپريم کورټ د چارشنبې پر ورځ د تشدد ښکار ۱۰ کلنې طيبې له خپلېمخې یادګېرنې (ازخود نوټس) کېس اورونه وکړه۔ د اورېدنې پر وخت د پلټونکي افسر وینا وه چې د عدالت لخوا ورکړل شوي وخت کې د تشدد حتمي رپورټ لا نه دی تيار شوی او نه یې د ډي اېن اې تفصيلي رپورټ تر لاسه شوی دی۔

په دې مقدمه کې په پېښه کې د جج ککړې مېرمنې وکيل عدالت ته وويل چې د جج پر مېرمن ماهین لګول شوي دفعات د ضمانت وړ دي۔ او د طيبې له مور پلار سره تر جوړجاړي وروسته د هغې ضمانت شوی او که داسې جرم د ضمانت وړ وي نو د هغې ضمانت نه شي ختمېدلی۔

چيف جسټس په خپله وینا کې وويل چې دا يو مهمه مسله او مجرمانه فعل دی.په دی کې له يوې ماشومې سره زياتی شوی دی او په دې کېس کې له بیړې کار اخېستل شوی دی.

ده دا هم وویل چې په دې لړ کې به د بشري حقونو او د ماشومانو حقونو تنطيمونو مرسته پکار وي چې څنګه پر ماشومانو د تشدد مخنيوی کېدلی شي۔

د ماشومانو حقونو لپاره کار کونکې وايي چې د پاکستان ماشومانو د کار کولو قانون کې د کور دننه کارکونکيو ماشومانو لپاره هېڅ خبره نه ده شوې، نه څه سزاګانې شته نو د دې له وجې د دې قسمه کېسونو مخنيوی نه کېږي۔

د قانوني چارو کار پوه او د بشري حقونو لپاره کار کونکې نور عالم اېډوکېټ وايې چې دا قسمه پېښو لپاره قانون جوړول پر خپلځای خو په دې کېس کې ضمانت نه شي کېدلی۔

د نوموړي په وینا د پاکستان ماشومانو مشقت قانون له مخې دا يو جرم دی او په دې کې دوی ته دوه کاله بند او پنځوس زره روپۍ جرمانې سزا ورکول کېدلی شي او د پاکستان پينل کوډ ۳۳۷ او ۳۲۴ تر مخه له درو تر څوارلس کالو پورې سزاګانې ټاکل شوې دي۔

د ماشومانو حقونو لپاره کار کونکې عمران ټکر وايي چې په کورونو کې کار کونکیو ماشومانو لپاره که قانون نه شته خو د پاکستان تر آئين لاندې له طيبې سره زياتی شوی او د ایين له مخې د انساني حقونو خلافورزي شوې ده۔

د ماشومانو حقونو لپاره يوه بله کارکونکې ويلري خان يوسفزۍ وايي چې په داسې جرمونو کې ککړو کسانو له سزاګانې ضرور ورکول پکار دي خو هم له دې سره سره که پاکستان د آئين ارټيکل 25 اې عملي کړي او له پنځو تر شپاړلس کالو پرې هر ماشوم ته تعليم ورکول لازمي وګرځوي نو داسې به دماشوموالي مشقت او کور کې کار کونکيو ماشومانو شمېره کې کمی راشي۔

د خواريکښو نړیوالې ادارې (انټر نېشنل لېبر آرګنایزېشن) له مخې دا وخت په پاکستان کې ۱۲ میليونه ماشومان د ماشوالي مشقت ښکار دي۔

XS
SM
MD
LG