خیبر کې ځانمرګي برید کې دوه پولیس وژل شوي دي

د خیبر په جمرود کې تر دې مخکې هم پر امنیتي سرتېرو بریدونه شوي دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په یوه ځانمرګي برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران پرون ناوخته (د جنورۍ پر ۱۹مه) مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه خواوشا اته بجې د جمرود پر تخته بېګ امنيتي پوسته وسلوالو ځانمرګی برید وکړ چې په نتيجه کې يې دوه پوليسان ووژل شول او يو کارکوونکی ژوبل شو. "دا ټول څلور وسلوال ول. لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ. پولیسو هم پرې ځوابي ډزې وکړې."

محمد عمران زیاتوي چې د ځانمرګي بریدګر د بدن غړي د پېښې له ځایه ترلاسه شوي او نور درې وسلوال په تېښته بریالي شوي دي.

د نوموړي په وينا د وسلوالو پرضد يې د لټون عمليات پيل کړي او د پېښې پلټنې هم کوي.

د دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې ده.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضع خرابه شوې ده چې پرضد یې په یوشمېر ضلعو کې پراخې مظاهرې او ولسي پاڅونونه شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۹مه هم د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ناامنۍ ضد احتجاجي غونډه وشوه چې ورته د سیمې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او پلویان ورغلي ول.

په جمرود کې ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی دی چې د پاکستان پوځ د جنورۍ پر ۱۸مه په بله قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا د امنیت ټینګښت ته ژمنتیا ښوولې وه او وفاقي حکومت هم ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پرضد د هغې صوبې مرسته کوي.

خو د نومبر په پای کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې هېواد یې "د زیاتېدونکو بریدونو" ښکار دی. ده زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۲ز کال کې د "ترهګرۍ ۶۷ فیصده پېښې په خیبر پښتونخوا، ۳۱ فیصده یې په بلوچستان" او پاتې دوه فیصده یې د پاکستان په نورو برخو کې شوې وې.

وفاقي حکومت په وروستیو کې ویلي ول چې د وسلوالو ډلو پرضد یې د کاروایۍ پرېکړه کړې ده او وسلوال د هېواد امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.