د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې نامعلومو وسلوالو د پولیسو یو مشر (ډي اېس پي)، څلور نور سرتېري او دوه ولسي کسان وژلي دي.
د کواټ د پولیسو ویاند نعمان زېب د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې وسلوالو نن د لاچي تحصيل پر شکر دره سړک د پولیسو پر روان ګاډي بريد وکړ چې پکې د پوليسو مرستيال ضلعي مشر اسد محمود او څلور نور پولیس سرتېري ووژل شول.
د نوموړي په خبره، په پېښه کې دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
نعمان زېب زياته کړه چې په برید کې درې کسان ژوبل شوي هم دي. هغه وايي وژل شوي او ژوبل کسان لاچۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو ویاند زیاته کړه چې امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي، سيمه یې کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
په خيبر پښتونخوا کې په وروستيو کې پر پولیسو او پوځيانو بريدونو زيات شوي دي چې زیاتره وخت یې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلواله ډله مني. خو د تازه پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا هم وګورئ:
بنو کې پر پوځي قافلې بريد ۲ سرتېري وژلي دي بنو کې د سرحدي ځواک پر مرکز ډرون برید ۸ سرتېري ژوبل کړي ديډېره اسماعيل کې وسلوالو پولیس سرتېری او د کسټم چارواکی وژلي ديشانګله کې د عملیاتو پر مهال ۳ پوليس وژل شوي ديپه کواټ کې تر دې وړاندې هم پر پولیسو، پوځ او ولسي کسانو دا ډول بریدونه شوي دي چې پکې هغوی ته مرګژوبله اوښتې ده. د فبرورۍ پر ۲۲مه د کواټ یوه ډاکټره مهوش له روغتونه کور ته د ستنېدو پر مهال نامعلومو کسانو په ډزو ویشتلې وه.
د پېښې په غبرګون کې روغتیاپالانو د "ملګري ډاکترانو سازمان" او "ځوانو ډاکترانو ټولنې" په بلنه د فبرورۍ پر ۲۳مه د ډېوېژن په مرکزي روغتون کې کاربندیز وکړ او په صوبه کې یې له نورو روغتیاپالانو څخه هم د کاربندیز غوښتنه وکړه.
تر هغې وړاندې د جنورۍ پر ۳۱مه وسلوالو په کواټ کې د پولیسو په موټر کې سپاره دوه ملزمان په ډزو وژلي ول. وسلوالو دا حمله پر هغه موټر کړې وه چې پولیسو پکې دوه ملزمان د کرک عدالت ته بېول.
همدارنګه د جنورۍ پر ۱۸مه د نامعلومو وسلوالو په ډزو د کواټ په نصرت خېلو کې د پولیسو یو تاڼیدار وژل شوی وو.
د هغو ټولو پېښو ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د کواټ په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي. ځايی خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
بلخوا د پاکستان پوځ هم وايي چې د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.