د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي په شانګله کې د عملياتو پر مهال درې پولیس او شپږ وسلوال وژل شوي دي.
د شانګلې پولیسو د فبرورۍ پر ۱۶مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې دا عمليات یې د کابلګرام سیمې په سليماني بانډه، مهراب پټي او بیلو کې د مطلوبو وسلوالو د موجوديت تر اطلاع حاصلولو وروسته وکړل.
د شانګلې د پولیسو چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او وسلوالو ترمینځ تر ۱۲ ساعتونو پورې د ډزو تبادله روانه وه. د پولیسو په وینا په وژلو شویو کې د وسلوالو دوه قوماندانان هم شامل دی چې یو یې نور اسلام (خوږ باچا په نوم هم پېژندل کېدو) او بل صهیب نومېدل.
د شانګلې پولیس وايي، نور اسلام په بشام کې پر چینايي وګړو د برید تر شا هم د لاس لرلو په تور ورته مطلوب وو او د سر بیه یې پینځه مېلیونه روپۍ ټاکل شوې وه.
د وژل شويو پولیسو جنازې په شانګله کې شوې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.