پښتون ژغورنې غورځنګ د راو انوار بري کېدو خلاف په احتجاج دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه غړيو د جنورۍ پر ۲۵مه په کراچۍ کې د پوليس افسر راو انوار د بري کېدو پرضد احتجاج وکړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ نن ( د جنورۍ پر ۲۵مه) د کراچۍ او کوټې په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د وزیرستان ځوان نقيب الله مسيد په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار د بري کیدو خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان وکړ چې د عدالت له خوا د نقیب الله مسید په وژنه د تورن پوليس افسر راو انوار بري کولو پرضد به د جنورۍ پر ۲۵مه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وختونو کې د پاکستان وفاقي او د سیند حکومتونو او پولیسو په تېرو وختونو کې ټینګار کړی وو چې د نقیب مسید د وژنې جرم ثابتېدو په صورت کې به تورن کسان هرومرو سزا کېږي.

البته پښتین تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۲۳مه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو ویډیويي‌ پیغام کې وویل، "راو انوار او له ده سره نورو هدفي وژونکو یا قاتلانو په ریاستي وردۍ کې د پښتنو وژنې کولې، یوازې نقیب الله نه بلکې تر ۴۵۰ زیات پښتانه هغوی هلته شهید کړي وو."

منظور پښتین ويلي چې د نقيب الله مسيد د وژنې په اړه جوړې پلټنیزې ډلې ویلي وو چې راو انوار ۴۴۴ "جعلي مقابلې" کړې وې چې يوه يې د مسيد هغه وه. نوموړي زیاته کړه چې د نقیب الله مسید لپاره یې له لومړۍ ورځې مبارزه پیل کړې وه خو د ده په وینا د هغه پلار ویلي‌ وو چې دوی ته د پوځ مشر د انصاف باور ورکړی دی.

پښتین زیاته کړه، "هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر د نقیب الله مسید کور ته ورغلی وو او د هغه پلار ته یې باور ورکړی وو چې تاسو ته به انصاف درکول کېږي او بیا د نقیب الله مسید پلار او وروڼو له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لارې جدا کړې وې."

د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرال قمرجاوبد باجوا د نقیب الله مسید له پلار سره د هغه په کور کې لیدلي وو

منظور پښتین زیاته کړه چې له هغه وخته یې په احتجاجونو کې د نقیب الله مسید لپاره انصاف غوښتی او اوس به هم دې غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړي وړاندې وویل: "د دوی له وکیل سره زموږ خبرې وشوې، دا مقدمه به داسې نه پاتې کېږي، دا به های کورټ ته ځي‌ چې دا قاتلان خپل انجام ته ورسول شي."

خو بل پلو تورن راو انوار د جنورۍ پر ۲۳مه د عدالت له خوا تر بري اعلانېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ځان بې ګناه وباله.

نوموړي وویل: "دا پر دروغو ولاړه مقدمه وه، انجام ته ورسېده، زه او نور بې ګناه خلک یې پکې لیکلي وو، زه غواړم چې بیا د تېر په څېر د کراچۍ ښار خدمت وکړم."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عالم شېر مسید وايي کورنۍ یې د نقیب مسید د وژنې قضیه تر وروستي حده وړي

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه واورول او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.

د کراچۍ په زندان کې دننه عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي دي چې د "ناکافي ثبوتونو" له کبله د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخواني مشر راو انوار په ګډون ټول ۲۵ پولیسان بري کوي.

عدالت وویل چې د قضیې پلټونکي پولیس د تورونو په ثابتولو یا عدالت ته د ثبوتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

خو د مسید وکیل صلاح الدین پنور د جنورۍ پر ۲۳مه د فیصلې تر اورېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې هغو پینځو پولیسو چې پخوا یې د انوار پرضد ګواهي ورکړې وه، وروسته له خپل بیانه پر شا شول نو ځکه د قضیې لوری بدل شو او عدالت د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې مخکې عدالت د جنورۍ پر ۱۴مه فیصله په داسې حال کې خوندي کړې وه چې تر دې یوه ورځ مخکې د نقیب مسید د وژنې پینځه کاله پوره شول.

د نقيب الله مسيد وکيل او کورنۍ ويلي چې هغوی به د ترهګرۍ ضد عدالت پرېکړې پر ضد سيند های کورټ ته ځي.

صلاح الدین پنور د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "په قضیه کې پلټونکي پولیسان ول، ګواهي هم پولیسو ورکړې او تورن کسان هم پولیسان ول. پولیسو په ګواهۍ کې خپل ملګري پولیسان بچ کړي دي. هغه پولیسان چې له خپلې خبرې پر شا شول."

د دې عدالتي پرېکړې پر ضد په پاکستان کې ګڼو مدني او سياسي فعالانو توند غبرګون ښوولی دی.

بلخوا ملي جهوري غورځنګ د جنورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد پرېس کلب کې د يوې خبري غونډې پر مهال د مسيد په وژنه د تورن پولیس چارواکي راو انوار بري کېدل "د انصاف مرګ" بللی دی.

د دې ګوند مشر محسن داوړ وویل چې "که داسې فیصلې کیږي نو بیا به د پاکستان پر عدالتونو د ولس باور پاتې نه شي." غونډی ته د ګوند نورو مرکزي مشرانو افراسیاب خټک، بشرا ګوهر او اسماعیل مسید هم ویناوې وکړې او د عدالت پر پریکړه یې نیوکې وکړې.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې راو انوار او نور څلور پولیس په ضمانت خوشې دي، ۱۳ پولیس زندانیان دي او د پخواني تاڼېدار امان الله مروت په ګډون اووه پخواني پوليس افسران له تېرو درو کلونو راهيسې مفرور دي.د نوموړي په وژنه تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه ناسم بللي دي.

د تېرو پینځو کلونو پر مهال عدالت تر ۵۰ زیاتو شاهدانو بیانونه ثبت کړل.

نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه "جعلي نښته" بللې وه.

د ۲۷ کلن مسید وژنې په پاکستان کې مظاهرې پارولې وې او پښتون ژغورنې غورځنګ یې د وژنې د پلټنو لپاره پر حکومت د فشار اچولو په موخه پرلت هم وهلی وو.

د مسید ورور عالم شېر مسید تر عدالتي فیصلې اورېدو یوه ورځ مخکې د جنورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې پلار یې "وصیت" کړی وو چې په قضیه کې "هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي" او کورنۍ یې پر هغه "وصیت ولاړه" ده.

مسید په خبرو کې زیاته کړه چې د "انصاف ترلاسه کېدو" پورې مبارزې ته دوام ورکوي.