پاکستان، سعودي عرب، ترکیه او مصر د منځني ختیځ پر کړکېچ غږېږي

په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت پر ودانۍ د ترکیې، سعودي عرب، پاکستان او مصر بیرغونه هسک دي - د مارچ ۲۹مې انځور.

د پاکستان، سعودي عرب، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلام اباد کې د خلیج او منځني ختیځ پر جګړې او کړکېچ غونډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د مارچ پر ۲۹مه د دوه ورځنۍ غونډې مشر او کوربه دی.

د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې لیکلي چې ډار تر غونډې پیلېدو مخکې له خپل مصري سیال بدر العاطي او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان سره جلا، جلا ملاقاتونه وکړل.

وزارت وايي، ډار له خپل مصري او ترکي سیالانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ پر پراخولو او د ایران په ګډون د سیمې پر وضعیت وغږېد او د سولې او ثبات لپاره یې د مذاکراتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

پاکستان د مارچ پر ۲۸مه وویل چې د منځني ختيځ جګړې پای ته د رسولو په موخه یې د سعودي عرب، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ته په اسلام اباد کې د غونډې بلنه ورکړې ده.

مخکې داسې انګېرل کېده چې د منځني ختیځ د جګړې ختمولو لپاره غونډه په ترکیه کې وشي خو د ایران او امریکا ترمینځ د روانو مذاکراتو په بهیر کې د پاکستان د رول پراخېدو، اسلام اباد ته د هغو خبرو اترو د کوربتوب زمینه برابره کړه.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

له دې پرته اسراییلو په لبنان کې د ایران پلوې حزب الله ګوند او وسله والې ډلې پر وړاندې هم حملو ته دوام ورکړی دی.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.