د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپینې ماڼۍ ویانده: ټرمپ به د ایران د "غیر مشروط تسلیمېدو" پرېکړه کوي

د سپینې ماڼۍ ویانده کیرولین لیوېټ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د سپینې ماڼۍ ویانده کیرولین لیوېټ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به پرېکړه کوي چې د امریکا او اسراییلو د بمبارۍ په ترڅ کې به د ایران "غیر مشروط تسلیمېدل" څنګه وي.

دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د مارچ پر ۱۰مه د خبري غونډې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې جګړه به تر څه وخته دوام وکړي.

د نوموړې څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسېت د هغه خبرداري په حواله وې چې ویلي یې ول چې د مارچ ۱۰مه به په ایران کې دننه د بریدونو "تر ټولو سخته ورځ" وي.

تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ د مارچ پر نهمه بیان ورکړی وو چې جنګي عمليات به یې "ډېر ژر" پای ته ورسي.

لیوېټ خبریالانو ته وویل، "عملیات به هغه وخت پای ته رسي چې د مشر قوماندان [ډانلډ ټرمپ] پرېکړه وکړي چې پوځي اهداف په مکمله توګه ترلاسه شوي او ایران په بشپړ او غیر مشروط ډول تسلیمېدو ته تیار دی - که [تهران] دا وايي [او مني یې] او که نه."

ولسمشر ټرمپ د مارچ پر اوومه پر ټروت سوشل شبکه شبکه لیکلي ول چې "په غیر مشروط ډول له تسليمېدو پرته به له ایران سره بله هېڅ معامله نه کېږي."

لیوېټ وویل، ټرمپ "دا ادعا نه کوي چې د ایران رژیم به په خپله دا ووایي" او زیاته یې کړه چې "هغه به دا پرېکړه کوي چې ایران کله په غیر مشروط ډول تسلیمېدو ته جوړ دی او هغه هېواد به کله نور د امریکا یا اېتلافي هېوادنو لپاره مستقیم او باوري ګواښ نه وي."

د مارچ پر ۱۰مه د ټولنیزو رسنیو راپورونو وښوول چې پر هغه ورځ پر ایران حملې د تېرو ورځو پرتله زیات سخت او پراخ ول.

امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG