د مارچ پر نهمه، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو په بیو کې ۲۶ فېصده اضافه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د مارچ پر نهمه، يو بیرل خام تېل په ۱۱۷ ډالره وو چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د تېلو تر ټولو لوړې بیې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرايل او امريکا سره د ايران جګړه دویمې اونۍ ته داخله او تونده شوې ده. د دې جګړې له وجې له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي. د ايران او عمان ترمنځ د پرتې هغې سمندري سیمې څخه د نړۍ پينځمه برخه تېل صادرېږي.
د ایران پوځ اعلان کړی چې دغه ځای یې کنټرول کړی چې له کبله یې نړۍ ته د تيلو صادرېدل ۲۰ فېصده اغيزمن شوي دي.
د ايران په ګاونډ کې د پاکستان حکومت د مارچ پر اوومه اعلان کړی وو چې د تېلو نرخونه زیاتوي. د خزانې وزارت د خبرپاڼې ترمخه، په هغه ملک کې د تېلو د کمي له وجې اوس د يو لیټر ډيزلو قيمت ۳۳۵.۸۶ او د پيټرولو نرخ يو ليټر ۳۲۱.۱۷ روپۍ شوی دی. په دې معنا چې په يو ليټر کې ۵۵ روپۍ اضافه شوې.
امريکې او اسرايلو د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ايران بریدونه پيل کړې دي. په ځواب کې یې ايران په ګاونډيوو عربي هېوادونو کې پر ځينو سیمو ميزايل ویشتلي دي. ايران وايي په هغو حملو کې یې د امريکې پوځي مرکزونه په نښه کړي خو عیني شاهدان او راغلې ويډيوګانې ښيي چې په ځينو عربي هېوادونو کې مارکيټونه او د تيلو کارخانې هم لګېدلي دي.