د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي واشنګټن د ایران پر ضد لوی جنګي عملیات پیل کړي دي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه په یوه ویډیويي بیان کې وویل، "لږه شېبه مخکې د امریکا پوځ پر ایران پراخ جنګي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو موخه دا ده چې د ایراني رژیم لخوا امریکايي ولس ته د ورپېښو ګواښونو مخنیوی وشي."
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هم پر اېکس یا پخواني ټوېټر په یو بیان کې ویلي دي چې هېواد یې له امریکې سره په ګډه د ایران پر ضد عملیات پیل کړي دي. نوموړي لیکلي دي چې دا بریدونه د ایراني "ترهګریز رژیم" د ګواښونو د مخنیوي او د ایرانیانو د تقدیر د بدلولو لپاره د حالاتو برابرولو په موخه ترسره کېږي.
بل پلو ایرانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په تبرېز او تهران کې یو شمېر چاودنې ترسره شوي دي. فارس خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سره تړاو لري، راپور ورکوي چې په تهران کې پر پوهنتون او د جمهوریت په کوڅې ګڼ توغندي لګېدلي دي. تسنیم خبري اژانس بیا لیکلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران فضايي حریم تړل شوی دی.
بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي ویشتي دي. بحرین د امریکا د پينځمې بحري بیړۍ پر مرکز د برید پخلی کړی دی. امارات وايي توغندي یې شنډ کړي خو په ابوظبۍ کې د ملبې له لوېدو یو کس وژل شوی.
بلخوا قطر ټول توغندي په هوا کې له مينځه وړي او د سعودي په پلازمېنه ریاض کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په عين حال کې د سیمې هېوادونو خپل دفاعي نظامونه فعال کړي. اخوا د جګړې د پراخېدو وېره زیاته شوې او ګڼ نړیوال پروازونه د خطر د لوړې کچې له امله ځنډول شوي دي.
له تهرانه رارسیدلي راپورونه وايي، پر ایران د اسراییلو او امریکې د تازه بریدونو نه وروسته یو شمېر ایراني خبري ووبپاڼې هېک شوي یا له واکه وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې ايران ته هېڅکله د اټومي وسلې ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.
نوموړي تر دې څو ورځې مخکې ویلي ول چې ایران ۱۵ ورځې وخت لري چې د خپل اټومي پروګرام د پیل په اړه موجودو اندېښنو ته ځواب ووايي.
پر ایران تازه بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي دي چې امریکا او ایران د فبرورۍ پر ۲۶مه په جینیوا کې د خبرو درېیم پړاو ته سره کېناستل. همدا رنګه عمان د فبرورۍ پر ۲۷مه وویل چې د امریکا او ایران په مذاکراتو کې د "پام وړ پرمختګ" شوی دی.
دواړو خواوو تر دې مخکې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو په موخه دوه ځلې د عمان په مینځګړتوب نامستقیم مذاکرات کړي دي.
تهران په بیا بیا ویلي چې پروګرام یې سوله ییز دی او د برېښنا (بجلۍ) پیداوار په ګډون د ملکي موخو لپاره دی.
پر ایران اسراییلو او امریکې تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ز کال په جون میاشت کې هم بریدونه ترسره کړي ول.
پر ایران د اسراییل بریدونه د جون په ۱۳مه پیل شول، او ایران یې په غچ اخیستونکو بریدونو سره ځواب ورکړ. ایران د جون پر ۲۲مه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته په قطر کې د العدید په امریکایي هوايي اډه توغندي وویشتل.
خو بیا وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۵ز کال د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د اسراییلو او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی.