د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې د ایران په توغندیو ۱۲ امریکايي سرتېري ژوبل شوي دي

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اېسپر د سعودي په شهزاده سلطان هوايي اډه کې له امریکايي سرتېرو سره ګوري - پخوانی انځور
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اېسپر د سعودي په شهزاده سلطان هوايي اډه کې له امریکايي سرتېرو سره ګوري - پخوانی انځور

راپورونه وايي ایران د سعودي عرب پر شهزاده سلطان هوايي ډګر برید کې ۱۲ امریکايي سرتېري ژوبل کړي دی چې د دوو حالت نازک ښوول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی، د مارچ پر ۲۸مه لیکلي دی چې دا حمله تېره شپه شوې ده.

نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې پر شهزاده سلطان هوايي ډګر لږ تر لږه یو توغندی لګېدلی دی او ګڼ ډرون بریدونه ترسره شوي دي. د رسنیو په وینا، برید د اډې پر هغې ودانۍ شوی چې امریکايي سرتېري پکې موجود ول. راپورونه وايي د دغو بریدونو له کبله یو شمېر الوتکو ته هم زیان رسېدلی دی.

د امریکا دفاع وزارت (پیڼتاګان) او د امریکا پوځ تر اوسه د دغو بریدونو پخلی نه دی کړی.

رویټرز لیکي د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې چې اسراییلو او امریکې د ایران پر ضد بریدونه پیل کړي او ایران هم ځوابي حملې کوي، د ژوبل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د اژانس په وینا د امریکا پوځ د مارچ پر ۲۷مه ویلي ول چې له ایران سره په جګړه کې ژوبل شوي ۲۷۳ سرتېري یې وار له مخې ښه شوي او جګړې ته ستانه شوي دي. د اژانس په وینا په روانه جګړه کې تراوسه ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

په ورته مهال د مشال راډیو ایرانۍ څانګه (راډیو فردا) خبر ورکوي چې په یمن کې شیعه مسلکه حوثیانو د مارچ پر ۲۸مه د لومړي ځل لپاره پر اسراییلو توغندي ورولي دي. یحیا سریع چې ځان د حوثیانو ویاند بولي په اېکس (پخواني ټویټر) یې په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي چې پر اسراییلو یې د بېلېسټیک توغندیو بریدونه کړي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې دا حمله یې "په ایران او لبنان کې د خپلو وروڼو" په پلوۍ ترسره کړې ده.

اسراییلو خبر ورکړی دی چې د حوثي وسلوالو لخوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی دی.

حوثي ډلې خبرداری ورکړی چې بریدونه به یې تر هغې روان وي چې د دوی په وینا "پر ټولو محاذونو یرغل" پای ته ونه رسېږي. له دغه بریده یوه ورځ مخکې حوثیانو ویلي ول چې که پر ایران او د هغه پر سیمه‌ ییزو متحدانو بریدونه دوام وکړي، نو دوی به هم اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG