چارواکو د جنوبي وزیرستان وروستیو عملیاتو کې د ۳۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

یو استخباراتي چارواکی وايي، عملیات د مې پر اتمه او نهمه په سره روغه کې شوي دي - پخوانی انځور.

امنیتي او استخباراتي چارواکو په وروستیو ورځو کې په بر جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۳۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د سیمې یوه استخباراتي چارواکي د مې پر ۱۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه مشکوک وسلوال د مې پر اتمه او نهمه په سره روغه تحصیل کې وژل شوي دي.

ده په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه او دا یې هم و نه ویل چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول.

تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې هم په سره روغه کې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د لسګونو مشکوکو وسلوالو د نیولو او ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

دا هم وګورئ:

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي بازارونو کې د وسلو پر ګرځولو د بندیز غوښتنه کويپوځ په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم وسلوال د وژلو دعوه کړې دهوزیرستانیان وایي په وټس اپ د پیغامونو استولو لپاره ۱۵۰ روپۍ کرایه لګويد جنوبي وزیرستان اوسېدونکي "ډرون حملو" کې د "۵ وسلوالو او ۲ ماشومانو د وژنې" دعوه کوي

اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو ځايي مشر شېرزاده مسید د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ورځو کې په سیمه کې د موبایل ټېلېفون خدمات بند ول چې له کبله یې خلک اندېښمن ول او له خپلوانو سره یې رابطې نه شوې کولای.

ده زیاته کړه چې د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د پوځي عملیاتو په اړه دې چارواکي له ځايي اوسېدونکو سره مشوره وکړي.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر وايي، له پوځي عملیاتو خبر دی خو په اړه به یې رسمي بیان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ورکوي.

شبیر حسین د مې پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې د امنیتي وجوهاتو له کبله د لنډې مودې لپاره انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون خدمات تړل شوي دي.

امنیتي او انتظامي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او داراز، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د لنډې مودې لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل اړین دي.

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، بنو، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلوالو خلاف د پوځ ځانګړي عملیات دوام لري.

د مې پر ۱۱مه نېټه پوځ د شمالي وزیرستان په میرلي کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه مهم وسلوال د وژنې دعوه وکړه خو هغې ناقانونه ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روانې میاشتې پر اوومه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شپږو مشکوکه وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.