د شخصي سکولونو اتحادیه په نصاب کې د مورنیو ژبو لازمي کولو خلاف عدالت ته ځي

د ماشومانو لپاره په پښتو ژبه د کیسو کتابونه - انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د شخصي سکولونو اتحاديه وايي چې د مورنيو ژبو په نصاب کې د شاملولو حکومتي پریکړې پر ضد عدالت ته ځي.

د شخصي سکولونو د اتحاديي پرايويټ ايجوکیشن کونسل مشر سلطان محمد وايی چې په صوبه کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ شخصي ښوونځي دي نو ځکه ټول سکولونه هغه پرېکړه نشي عملي کولی.

هغه مشال راډیو ته وویل: "د زده کړو لپاره ډېرو وسايلو ته اړتيا وي. ایا موږ سره د ځايي ژبو یا پښتو ښوولو لپاره ۲۵ زره استاذان شته؟ دا ډول پرېکړو لپاره باید له دواړو خواوو پوښتنه وشي. دا وخت په صوبه کې له ۲۲ تر ۲۵ پورې ځايي ژبې ویل کېږي نو دا به څنګه ممکنه شي؟ موږ هايکورټ ته ځو چې عدالت دې موږ هم واوري."

په مورنۍ ژبه د تدريس لپاره د استادانو او کتابونو نشتون هسې بهانې دي.
فضل رحيم مروت

دا په داسې حال کې ده چې د سيپتمبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو د څارنې ادارې (پرايوېټ سکولز ریگولیټري اتارټي) ټولو شخصي سکولونو ته لارښوونه وکړه چې پښتو او نورې سیمه ییزې ژبې دې د لازمي مضمون په توګه ښوول پيل کړي. خو د دې ادارې مشر پخپله هم د عدالت په دې پرېکړې خوشاله نه دی.

د دغې ادارې مشر فهد اکرام قاضي وايی چې د عدالت د حکم له مخې یې نوټيفيکیشن جاري کړی خو ادعا یې وکړه چې د هغې پرېکړې عملي کول ممکن نه دي. نوموړي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل: "د شخصي سکولونو اتحادیې مشرانو موږ سره کتلي وو. هغوی وایي چې افرادي قوت او وسایل ورسره نشته. په داسې مقدمو کې باید حکومت ته هدایات وشي چې دا عملي کېدای شي که نه؟ که عدالتونه دا مداخلت کوي نو بیا په حکومت کې د تعليمي چارو پوهان او دا نور خلک د څه لپاره ناست دي؟"

په نصاب کې د پښتو او نورو سیمه ییزو ژبو د لازمي کولو پرېکړه شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې د هغه وخت صوبايي کابینې کړې وه. خو د دې پر ضد د عدالتي درخواستونو له امله دغه پرېکړه عملي نه شوه. د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۱۵مه پېښور های کورټ اړونده چارواکو ته د دې پرېکړې د عملي کولو حکم وکړ.

دا هم وګورئ: خيبر پښتونخوا ښوونکي: پښتو دې د نصاب لازمي برخه وګرځول شي

په ۲۰۱۱ کال کې په سکولونو کې د پښتو او نورو ژبو د ښوولو د تګلارې جوړونکی ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې په صوبه کې په پښتو یا مورنۍ ژبو کې د تعليمي زده کړو شروع کولو پرېکړه په ساينسي بنیادونو د زده کونکو د ګټو لپاره شوې وه.

هغه مشال راډیو ته وویل د مورنیو ژبو د زده کولو لپاره د استادانو او درسي موادو د کمي خبره هغه وخت هم شوې وه خو دوی دا ټولې نیوکې ځواب کړې دي. "زما په اند دا پلمې دي. په سرکاري توګه چې کله کابینې پرېکړه وکړه نو په هغې کې يوازې پښتو نه وه بلکې هندکو، سرايکي، انډس کوهستاني او د کوهار چترالۍ ژبه هم پکې وه. موږ په پښتو ژبه ځکه ټینګار کړی وو چې په دې ژبه کې لوړې زده کړې هم کېږي او کتابونه يې هم موجود ول، د نورو ژبو نصابي کتابونه نه ول. بله دا چې په دې اړه مو سیمنارونه او ورکشاپونه کړي ول، چې پکې د استادانو د روزنې طریقه کار هم ښودل شوی وو."

خو د ځينو ښوونځيوو مالکان ادعا کوي چې د تدريس لپاره کافي مواد نشته. په صوابۍ کې د الغزالي سکولز سیسټم مشر فیض خان وايي چې په خپلو سکولونو کې یې د پښتو ژبې زده کړې پيل کړې وې خو د کتابونو د نشتوالي له امله يې دا لړۍ ودروله: "موږ تر پینځم ټولګي پورې پښتو د لازمي مضمون په توګه ښودله. دوه کاله وشول چې دا لړۍ مو بنده کړه. ځکه چې موږ ته به د حکومت لخوا هم او په بازار کې هم د پښتو نصابي کتابونه نه ميلاوېدل. کله به مو د سرکاري سکولونو له استادانو قرض کړل اوکله به مو له نورو سیمو راوړل. مجبوراً مو دا لړۍ ودروله."