د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې له مورنیو ژبو قامونه پرمختګ نه شي کولای: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ژبو نړیوالې ورځې په باب جوړې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۱ فېبروري
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ژبو نړیوالې ورځې په باب جوړې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۱ فېبروري

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبو کې زدهکړې ورکول هغوی ته د ښوونې روزنې بهیر ډېره اسانوي.

نوموړي دا څرګندونې د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه د مورنيو ژبو نړیوالې ورځي په تړاو د کوټې ښار په یوه بڼ کې د خپل ګوند تر سیوري لاندې یوې غونډې ته کولې چې پکې لیکوالانو، کارپوهانو، خبریالانو او سیاسي کارکنانو ګډون وکړ.

د محمود خان اڅکزي وینا وه، په ملک کې ټولې قامي ژبې د قدر وړ دي، پکار ده چې حکومت نه یوازې د قامي ژبو اهمیت وپېژني بلکې د ودې او پرمختیا لپاره یې په ځانګړې توګه کار وکړي ځکه چې بې له مورنيو ژبي قامونه د ترقۍ پر لور تګ نه شي کولی.

ښاغلي اڅکزي پر پښتنو ږغ وکړ چې دوی دې له خپلې ژبې سره سره د نورو ژبو درناوی او احترام وکړي ځکه چي په ټوله نړۍ کې هره ژبه خپلځان ته یوه ځانګری مقام لري.

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې د اوسني حکومت د ناسمې تګلارې له امله دا وخت ملک له بېلا بېلو مشکلاتو سره مخ دی او د نوموړي په وینا چې له دې مشکلاتو څخه د خلاصون لاره د حزب اختلاف د سیاسي جماعتو د اتحاد پي ډی ایم تحریک دی چې دا وخت د ملک ترقي او آزادي ورته زیات اهمیت لري.

د ښاغلي اڅکزي په وینا، عجبه خبره دا ده چي پاکستان یو اټومي قوت دی خو د دې باجود ملک د حکمرانانو د غلطې تګلارې له امله له مالي او اقتصاي مشکلاتو سره مخامخ دی چې له وجې یې ولس د بې روزګارۍ، غربت او لوږې ښکار دی.

له دغه مشکلاتو څخه د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې ټولې ادارې تر قانون او آیین لاندې په خپلو حدودو کې دننه کار وکړي.

محمود خان اڅکزې دا هم وویل چې په ملک کي د یوه ازاد فیډریشن او انتخابي کمیشن اړتیا لیدل کېږي چې په ملک کي د ازادو او رڼو ټولټاکنو کولو اختیار ولري، چې ووټ ته د عزت په سترګه وکتل شي، ځکه چې یوه ډله هم په ملک کې خانه جنګي نه غواړي.

په ملک کې د مارچ پر درېمه نېټه د سېنېټ کېدونکیو انتخاباتو په باب د پاکستان ډیموکراټک موومنټ مرستیال مشر محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې له بدمرغه د سېنېټ د چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د کروړونو روپيو لوبه روانه ده او یوځل بیا د دې ناوړې لوبي مرکز بلوچستان جوړ شوی دی چیرې چې د ده په وینا خلک د سېنېټ چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په کروړونو روپۍ لګوي.

XS
SM
MD
LG