د پاکستان وسلوالو ډلو په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې ترلاسه کړې دي

د افغانستان په لغمان ولایت کې د امریکا پوځي سامان، انځور له ارشیفه

د امنیتي او سیاسي چارو پوهان وايي، په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې شوې د اربونو (ميلیاردونو) امريکايي ډالرو پوځي سامانونه په پاکستان کې د فعالو وسلوالو ډلو لاسونو ته ورغلې دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پېنټاګون) د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې کانګرس ته راپور ورکړې وو چې په افغانستان کې د شاوخوا ۷،۲ اربو ډالرو په ارزښت الوتکې، ټوپکونه، وسایط، وسلې او ځانګړې سامانونه لکه په تیاره کې د لیدو عینکې او بایومیټریک وسایل پاتې شوي ول.

په ۲۰۲۱ز کال کې د امریکايي ځواکونه له افغانستانه تر وتلو وروسته وسلې او پوځي ګاډي افغان طالبانو قبضه کړل. د چارو شنوونکي وايي چې د امریکا د وسلو د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پوځي وړتیا زیاته کړې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان د ترهګرۍ ختمولو وړتیا نه لري او که يې ختمول نه غواړي؟

د امریکا د سولې د مطالعاتو د مرکز یو شنونکي اسفندیار میر د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي چې دغو وسلو، وسلوالې ډلې نورې هم خونړۍ کړې دي او په پاکستان کې يې خرڅلاو او تور بازار ډېره وده کړې ده.کارپوهان وايي چې وسلوالو ډلو د امریکا جدیدې وسلې او سامان و الات لکه اېم- ۱۶، مشین ټوپکونه، ایم- څلور ټوپکونه، په تیاره کې د ليدو عينکې او د پوځي مواصلاتي وسایل ترلاسه کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي الجزیرې ټېلېوېژن ته ویلي چې ډلې يې تر درې لکه زیاتې سپکې وسلې، ۲۶،۰۰۰ درنې وسلې او شاوخوا ۶۱،۰۰۰ پوځي وسایط نیولې دي.

د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګون) د افغانستان بیارغونې چارو د څار امریکايي دفتر (سيګار) ته ويلي چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی نو ځکه اوسمهال په افغانستان کې ورڅخه پاته شويو سامان و الات د بیرته ترلاسه کولو لپاره کومه عملي لاره نه لري. پېنټاګون په دغه اړه د ازادي اروپا راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته امریکايي وسلې او سامانونه ورکړي او یا يي په تور بازار کې پلورلې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې که چیرې وسلې قاچاقېږي ، نو د هغو شمیر کم دی چې دا ده د په وینا، ډېره اندېښنې خبره نه ده.

مجاهد ادعا کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ځینو پخوانیو غړیو د اشرف غني په مشرۍ د حکومت تر نسکورېدو وروسته خپلې وسلې پلورلې دي.

اخوا په پاکستان کې د وسلو لرونکي وايي چې پر کابل د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د وسلو تور بازار تود شوی دی.

د خیبر پښتونخوا یوه اوسېدونکی ګوهر باچا مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ته وويل، د وسلو بازار د ۱۹۸۰مې لسیزې په ډول ګرم دی، خو فرق يې دا دی چې اوس هلته د غربي هېوادونو وسلې ډېرې دي.

دا هم وګورئ:

نومیالی وکیل او سیاستوال عبداللطیف اپرېدی وژل شوی دیخیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ولې خراب شوي دي؟خواجه اصف: سوات کې لګېدلی اور د پاکستان نورو سيمو ته هم غځېدای شي

هغه وخت کې غربي هېوادونو په پاکستان کې مېشتو افغان مجاهدينو ته د شوروي ځواکونو پر ضد د جنګېدو لپاره د ميليونونو ډالرو په ارزښت وسلې لیږدولې وې چې یا خو چین جوړې کړې وې او یا بیا له شوروي ځواکونو څخه نیول شوې وې.

ګوهر باچا وویل چې په (تور بازار) کې د امریکا داسې نوې وسلې شته چې ډیرې وژونکې دي.د نوموړي په وینا، په ښه حالت کې د امریکا جوړ ایم ـ څلور ټوپک په شاوخوا ۱،۴۰۰ ډالره او امریکايي پوځي مخابراتي وسایل لکه فالکن- درې راډیوګانې ، په شا اوخوا ۳،۵۰۰ ډالره ترلاسه کېدای شي.

خو د کارپوهانو په خبره، دغه وسلې یوازې وسلوال نه اخلي بلکه په هیواد کې د خراب امنیت له کبله یې عام ولس هم ترلاسه کوي. په بلوچستان صوبه کې یوه حکومتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې یې په ۱،۵۰۰ ډالره د اسټریا(اتریش) جوړه ګلاک نومې توپنکچه اخیستې ده.

چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط زیاته کړه چې هغه ته د وسلوالو ډلو له خوا دړکې ورکړل شوې وې نو غوښتل یې چې د ځان د حفاظت لپاره وسله واخلي. د پاکستان قانون ملکي وګړو ته د وسلو لرلو اجازه ورکوي.د هغه په وینا په سیمه کې امنیتي وضع او حکومتداري په چټکۍ سره په خرابېدو ده، نو خلک اړ دي چې د ځان ساتنه پخپله وکړي.

راپور: ابوبکر صدیق