د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په میرعلي کې یې یو وسله وال وژلی او دوه یې نیولي دي


په میرامشاه کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات یې د مارچ پر درېمه په میرعلي کې کړي دي.
په میرامشاه کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات یې د مارچ پر درېمه په میرعلي کې کړي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي‌ وايي د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې د تحریک طالبان یو غړی وژلی او دوه یې نیولي دي.

په میرامشاه کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات یې د مارچ پر درېمه په میرعلي کې کړي دي.

ده ادعا وکړه چې د میرعلي په بازار کې وژل شوي وسله وال خادم الله په ځانمرګو بریدونو کې د وسله والو مرسته کوله.

ده زیاته کړه چې هغه د میرعلي د کجوري له امنیتي پوستې سره د ماړي پټرولیم کمپنۍ پر غړو په ځانمرګي برید کې لاس درلود او په نورو بریدونو کې یې هم وسله والو ته مرسته ورکړې وه.

ده وویل چې هغه دوه نور نیول شوي‌ وسله وال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

بل بلو تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې چې د مارچ پر درېمه یې په میرعلي کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو په خپلواکه توګه نه د پاکستاني‌ پوځ او نه هم د وسله والو طالبانو د دې ادعاوو پخلی شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG