د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وایي، په افغانستان کې به له جګړې پاتې پوځي سامانونه پاکستان ته ورنکړي


د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي، په افغانستان کې له جګړې پاتې هېڅ ډول اضافي پوځي سامانونه به پاکستان ته ورنکړي.


د ناټو په مشرۍ د نړیوالو سوله ساتي ځواکونه یا ایساف پرون په یوه بیان کې ویلي، امریکايي پوځ داسې هېڅ پلان نه لري. په بیان کې نه دي ویل شوي چې د امریکا پوځ به له خپل اضافي پوځي سامان سره څه وکړي.

بیان د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفرډ له خولې وايي، له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا په ژمنو کې بدلون نه دی راغلی. ډنفرډ افغان ځواکونه ستایلي دي چې په نهو میاشتو کې یې ثابته کړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو امنیت ټینګولو ته پوره چمتووالی لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG