د پاکستان د پوځ مشر وايي بلوچستان کې پوځ ځای پر ځای کوي

جنرال عاصم منير د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره د ليدنې پر مهال - پخوانی انځور

د پاکستاني پوځ مشر وايي چې په بلوچستان کې د پوځ ځای پر ځای کولو او هلته عملیاتو کولو ته توجه ورکوي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار ) د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه په بیان کې د جنرال سيد عاصم منير له خولې ليکلي چې د دې ګام هدف د خلکو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره چاپېریال سمول دی.

بیان زیاتوي چې امنیتي چارواکو جنرال منیر ته د بلوچستان د خضدار او نورو سيمو د سفر پر مهال د سيمې د اوسني امنيت په اړه معلومات ورکړل.

دا هم وګورئ:

د پولیس له جنازې سره د ګورنر او وزیر تصویرونو اخیستو غبرګونونه پاروليصوابيوال وايي حکومت دې امن پر ځای کړيد خیبر پښتونخوا ځینو ضلعو کې د امن لپاره پاڅونونه کېږي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي. د وسلوالو دا بریدونه په ځانګړې توګه تر هغې وروسته زیات شوي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه له پاکستاني حکومت سره د کړي اوربند د ختمولو اعلان وکړ.

البته په بلوچستان کې، په تېره بیا په بلوڅ مېشتو سيمو کې، د زياترو بريدونو ذمه واري خپلواکي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې مني.

په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد پراخې احتجاجي غونډې شوې دي.

دوی د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کوي چې د یو پلان له مخې یې په دې سیمو کې د وسلوالو پر بیا منظمېدو"سترګې پټې" کړې دي.

خو حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې د وسلوالو پرضد عملیات کوي او هېڅ ډلې ته به د سيمې امنيت خرابولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان قامي سلامتيا کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۳۰مه، پرېکړه کړې وه چې د وسلوالو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي.

تر غونډې وروسته د وزيراعظم شهباز شريف له دفتره په خپور شوي بيان کې راغلي ول چې "ترهګر د پاکستان دښمنان دي او پرضد به یې پوره قوت کارول کېږي ځکه چې هغوی رياست ګواښي."