د سیند چارواکي پر چينايانو "د مرګوني بريد پلانونکي" د نيولو ادعا کوي

په کراچۍ کې مدني فعالان د وژل شويو چينايي وګړو تصویرونو سره شمې بلوي (انخور له ارشيفه)

د سيند صوبې چارواکي وايي د اپريل په ۲۶مه په کراچۍ پوهنتون کې د شوي بريد په تړاو یې يو مهم کس نیولی دی.

د جولای په پينځمه، د دې صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن، د سیند حکومت وياند مرتضی وهاب، د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر عمران يعقوب منهاس او د سیند صوبې رينجرز ځواکونو کرنل نصرالله په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې نیول شوی کس دادبخش عرف شعیب دی.

دوی زیاته کړه چې دادبخش د جولای په دوهمه د کراچۍ له هاکس نيولی شوی. چارواکو ادعا وکړه چې دغه کس د اپريل په مياشت کې د ځانمرګي بريد ترسره کوونکې ښځې، شاري بلوڅ له مېړه سره په رابطه کې وو او پخپله هم د چاوديدونکو موادو د جوړولو ماهر دی.

مېمن ادعا وکړه چې نیول شوی کس په پاکستان کې د کاالعدم او ترهګرې اعلان شوې ډلې، بلوچ ليبريشن فرنټ د کراچۍ مشر دی چې د کراچۍ پوهنتون بريد یې د بلوچ ليبريشن ارمي (بي ايل اې) سره په شريکه پلان کړی وو. هغه زیاته کړه چې نيول شوي تن ورته د خپلو پټو ملګرو په اړه یې له پولیسو سره مهم معلومات شريک کړي دي. مېمن ادعا وکړه چې دادبخش ورته ويلي چې د کراچۍ د بريد پلانونکی بشير زېب بلوڅ وو.

دا هم وګورئ:

بلوڅ بېلتونپالې ډلې ولې پر چینایانو حملې کوي؟د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟په کراچۍ کې تر ځانمرګي بريد وروسته چينايي ښوونکو پاکستان پرېښود

بشير زېب بلوڅ له پاکستانه ازادۍ اخیستو لپاره وسله واله مبارزه کوونکې ډلې، بلوچ ليبريشن ارمي مشر دی. دې ډلې د اپريل په ۲۷مه په پرله پسې ډول رسنيو ته د شاري بلوڅ تصویرونه او ويډيوګانې لېږلې وي. په دې ويډيوګانو کې شاري بلوڅ پر کراچۍ پوهنتون د بريد او بلوڅانو لپاره د ازادۍ خبرې کوي. د بلوڅانو بېلابېلې ډلې له ۱۹۴۸ کال راهیسې له پاکستانه د ازادۍ اخيستو او خپلو حقونو لپاره جنګيږي خو شاري بلوڅ یې لومړۍ ځانمرګي بريدګره ده.

د اپريل پر شپږویشتمه شوې دې حمله کې د کراچۍ پوهنتون د چين د کلتور او ژبو مرکز ګاډی په نښه شوی وو. په بريد کې درې چينايي استادان او د هغوی پاکستانی ډرايور وژل شوي وو. چين پر دې حمله سخت خفګان ښودلی وو او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د دې حملې پلانوونکي ونيسي او هغوی ته سخته سزا ورکړي.

تر اوسه پورې بلوچ ليبريشن ارمي د سيند صوبې د چارواکو د تازه ادعاوو په اړه څه نه دې ويلي. خو دې ډلې په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې چينايي وګړي یې ځکه هدف دي چې هغوی د پاکستان حکومت سره يو ځای د بلوڅانو وسايل خوري. د پاکستان امنيتي ادارو په بيا بيا ويلي چې د چينايي وګړو حفاظت به کوي او بلوڅ وسله والې ډلې به امنيت خرابېدو ته نه پريږدي.