د کراچۍ پولیسو د علي وزیر پر ضد د یوې بلې مقدمې خبر ورکړ

علي وزیر په يوه خبري غونډه کې (تصویر له ارشيفه)

د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پر ضد د یوې بلې مقدمې پرده پورته کړې ده.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ د مې پر ۱۴ مه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه په کال ۲۰۱۸ز کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه او تر دې مخکې ورته پولیسو په دې اړه څه نه وو ويلي.

دا مقدمه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دمې په ۱۱مه سيند های کورټ علي وزير ته د ۲۰۱۸ز په يوه بله مقدمه کې ضمانت منظور کړی وو. تر دې وړاندې، هغه ته دپاکستان سپريم کورټ تير کال په نومبر کې د ۲۰۲۰ز کال د سهراب ګوټ په يوه جلسه کې د تقریر کولو له امله په مقدمه کې ضمانت منلی وو.

دا هم وګورئ: د بندي علي وزیر مېرمن: کور مې ړنګ دی چې علي نشته

پر علي‌ وزیر د ریاست پر ضد د تقریرونو کولو او د خلکو د پارونې تور دی. له يو کال زیات کېږي چې نوموړی په همدې تور په زندان کې دی. د هغه وکيل او کورنۍ دا الزام بې بنياده بولي او وايي نوموړي په ويناوو کې د بیان ازادۍ د حق په کارولو سره د پاکستان د ايين دننه د پښتنو لپاره حقونه غوښتي دي. د هغه دريځ دی چې د امنيتي ادارو د پالیسيو سره همغږي نه کول او پرې نيوکې کول جرم نه دی.

دعلي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډيو ته ويلي چې د ټولو مقدمو پر ضد یې درخواستونه جمع کړې دي.‌ په دوی کې په کراچۍ کې د ۲۰۱۹ز کال يوه مقدمه هم شامله ده چې د ترهګرۍ ضد يو عدالت کې پر مخ ځي.

د علي وزیر ضد د پولیسو له خوا ښکاره شوې نوې مقدمه څلورمه داسې مقدمه چې د هغه په جېل کې ساتلو لپاره وړاندې کېږي. په دوو کې د نوموړي ضمانت منظور شوی دی. ایډوکېټ قادر خان وايي په دې نوې مقدمه کې د علي وزير په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل غړی، مزمل شاه او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل کړل شوي دي.

پوليسو تور لګولی د پي ټي اېم مشرانو او غړو دښار په بوټ بيسن سیمه کې يوه غونډه يا کارنر ميټنګ کې د ریاست پر ضد ويناوې کړې او د خلکو د پارونې هڅه یې کړې ده. محسن داوړ پر ټويټر ليکلي چې دا له شرمه ډکه مقدمه ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د روان کال په فرورۍ کې دعلي وزير او نورو ملګرو دخلاصون لپاره دغورځنګ مشر منظور پشتين په مشرۍد سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلي وو چې د سيند حکومت سره د یوې ليکلې معاهدې وروسته یې ختم کړ. د پي ټي اېم په وېنا سيند حکومت ورسره دا ژمنه کړې وه چې د پي ټي اېم پر ضد به سيند صوبه کې نورې مقدمې نه جوړېږي.

سيند حکومت دپي ټي اېم د نورو غوښتنو تر څنګ داغوښتنه هم منلې وه چې دعلي وزير او دپي ټي اېم نور ملګري به دقانون له مخې خوشې کېږي.