د امریکا ولسمشر جو بایډن پولېنډ ته د سفر په وخت ويلي پر اوکراین د روس یرغل په نړۍ کې د جمهوريت په وړاندې ننګونه او د اوکرانيانو مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه ده.
د مارچ په ۲۶مه، بایډن د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا په مهال چې شا او خوا ۱۰۰۰ کسان ورته ناست وو، وويل چې کریملین په روس کې دننه د جمهوریت ځپلو هڅه کوی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخوي. هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي.
بایډن له واکه د ویلادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او وې ویل چې پوتین په واک کې نهشي پاتې کېدای. نوموړي همداراز اروپا ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې پر اوکراین د روس یرغل د ناټو او لوېدیځ د لا پراختیا باعث شو. ((په ختیځه اروپا کې د ناټو د سرتېرو شمېر هسې چې روس غوښتل کم نه، بلکې زیات شو.))
Ukraine and its people are on the front lines fighting to save their nation. And their brave resistance is part of a larger fight for the essential democratic principles that unite all free people. pic.twitter.com/yptVMVcIOh
— President Biden (@POTUS) March 26, 2022
روس د فرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړی دی. په تېره يوه اونۍ کې روسي ځواکونو پر اوکراين خپلې حملې لا پسې پراخه کړې دي.
د روس د دفاع وزارت د مارچ په ۲۷مه وويل چې په لیویف ښار یې د کره نښه ويشتونکو کروز میزایلو حمله کړې ده. د بیان ترمخه، په دې برید کې یې د تیلو یو ډیپو او د پوځي ګاډو د مرمت کولو یو مرکز ویشتلی دي. د مارچ په ۲۶مه، هم د روس الوتکو پر دې ښار بمباري کړې وه او دغلته د تیلو ذخیره کولو په مرکز کې لګیدلی اور يوه ورځ وروسته لا نور پسې په زیاتېدو دی.
دا هم وګورئ: زېلېنسکي وايي، په کييف کې به ایسار وي او جګړې ته به دوام ورکويخو د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یو سلاکار وادیم دینایسینکو بیا ویلي چې روس یې د تیلو او خوراک ذخیره کولو مرکزونه تباه کول پیل کړي دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې د روسي ځواکونو له ورستیو خوځښتونو داسې ښکاري چې د اوکراین پر ضد د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین جګړه پلانوونکي د تازه ځواکونو په وسیله د نویو بریدونو لپاره تیاري کوي.
د مارچ په ۲۶مه، روسي ځواکونو د هغې سیمې واک تر لاسه کړ چیرته چې د غیر فعاله چرنوبيل ايټمي پلانټ کارکونکي اوسیږي. دوی د لږ وخت لپاره د دغې سیمې ښاروال هم نيولی وو چې له امله یې خلکو مظاهرې وکړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي.