د مارچ له میاشتې راهیسې ۲۵ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي

حسان قمبراني د مور سره

د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره کار کوونکی سازمان (بلوچ مسنګ پرسنز ارګنايزېشن) مشر وايي د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره يې تر ملاقات وروسته ۲۵ لادرکه بلوڅان کورونو ته رسېدلي دي.

نصرالله بلوڅ د مارچ په مياشت کې وزیراعظم سره ليدلي وو او هغه ته یې د لادرکه کسانو دوه لیستونه سپارلي وو. په يو لیست کې ۱۳ او په بل لیست کې ۲۸۵ کسان وو. بلوڅ د مې پر نهمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ۱۳ کسانو له لیست څخه د مې په ۷مه حسان قمبراني او تر هغه دوه ورځې مخکې یې د تره زوی حزب الله قمبراني کورته ورستانه شول. په ټولنیزو رسنيوو کې د دوی دواړو نومونه ځکه ډير یادېدل چې حسيبه قمبراني ورله په مسلسل ډول احتجاج کاوه. حسان د حسیبې ورور او حزب الله یې د تره زوی دی.

حزب الله قمبراني او حسان قمبراني

حسيبه قمبراني به تور لګاوه چې دا دواړه د پاکستان امنيتي ادارو د ۲۰۲۰ز کال د فرورۍ په مياشت کې وړي ول خو امنيتي ادارو او نه پوليسو د دې تور په اړه کوم غبرګون ورکړی وو.

ما وزیراعظم ته په دوو لیستونو کې لادرکو نومونه ورکړل چې هغه یې د راخوشي کولو ژمنه وکړه
نصرالله بلوڅ

د ورکو بلوڅانو ستونزه چې له شاوخوا دوو لسيزو راهیسې راونه ده هغه وخت د نړۍ پام او د خلکو خواخوږۍ يو ځل بيا ترلاسه کړه کله چې د حسيبې قمبراني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو لاس په لاس خپره شوه.

په ويډيو کې هغه ژاړي او له وزيراعظم او نورو چارواکو څخه د خپل ورور او د تره زوی د موندلو فریاد کوي. هغې به هروخت د حسان او حزب الله عکسونه نيولي او په مظاهرو به شامله او په احتجاجي کېمپونو کې به ناسته وه خو د مې پر اوومه نېټه هغې پر خپله ټويټر پاڼه داسې يو عکس خپور کړ چې ورور حسان يې په څنګ کې ولاړ دی.

نصرالله بلوڅ او د لادرکه کړل شويو بلوڅانو د کورونيو نورو غړو سره وزيراعظم عمران خان له هغه وروسته ملاقات وکړ کله چې دوی د سږکال د فرورۍ له ۱۱مې نيټې څخه تر دوویشتمې پورې په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی دا پرلت د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري تر دې ډاډ وروسته ختم کړ چې هغه به د دوی ملاقات له وزيراعظم سره ورکوي.

دا هم وګورئ: د یو ورور موندلو او د بل لپاره د انصاف په موخه د بلوڅې خور هڅې

بلوڅ وايي چې دوی وزيراعظم ورته وويل چې کوښښ به کوي چې تر وړوکي اختر دمخه په لیست کې موجود لادرکه کسان خپلو کورونه ته ستانه شي. ((د ۲۸۵ لادرکه کسانو له فهرسته څخه ۲۳ کسان تراوسه پورې راخلاص شوي دي. د دې لیست په اړه وزيراعظم راته وويل چې په شپږو مياشتو کې به پر دې پرمختګ کېږي.))

خور مې له پينځه کالو راهیسې د خپل لادرکه مېړه په انتظار ده
محمد علي

په دې لیست کې د جان محمد بلوڅ نوم هم دی چې د کورنۍ په وينا له ۲۰۱۵ کال راهيسې لادرکه دی او تر اوسه لا نه دی ورغلی. د نوموړي د مېرمن ورور محمد علي د مې پر نهمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې کله يې خپلې خور ته د حسان او حزب الله د خوشي کېدو خبر ورکړ نو د هغې په سترګو کې اوښکې راغلې. ((ما چې ورته وويل چې د قمبراني کورنۍ کسان راخلاص شول نو د هغې په سترګو کې اوښکې راغلې او په سوچ کې ورکه شوه چې ښايي يوه ورځ به د دې مېړه هم راشي.))

محمد علي زياتوي چې کله جان محمد اوچت کړل شو نو هغه وخت يې لور د یو نيم کال وه او لږ وروسته يې زوی پېدا شو چې هغه لا خپل پلار ليدلی نه دی. د ده په وينا، دوی ته دا هم نه ده معلومه چې هغه ژوندی هم دی او که نه؟ ((ستونزه دا ده چې موږ د خپلې خور واده هم له بل چا سره نشو کولای او په مېنځ کې راګېر یو. د جان محمد ځوانه ښځه او دوه بچې په دې هيله ناست دي چې هغه به کله راځي او که راهم شي نو ایا ژوندی به وي او که مړ.؟))

دا هم وګورئ: پر عدالتي نظام د باور پخولو لپاره دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړل شي: پښتین

نصرالله بلوڅ وايي چې هغه له تېرو ۱۷ کالونو راهیسې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې موده کې يې په وار وار له ولسي او پوځي چارواکيو سره خبرې اترې کړې خو دا ځل ورته ښکاري چې حکومت او پوځ د دې مسلې په حلولو کې جدي دی. د ده په خبره، د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د فرورۍ پر۲۴مه بهرنيو خبريالانو ته ويلي ول چې د ورکو کسانو ستونزه به ژر حل شي.

دا هم وګورئ: تاليه خټک خپل ورک پلار يو کال پس په پوځي زندان کې وليد

د لادرکه کسانو موضوع د بشري حقونو له پلوه د پاکستان تر ټولو مهمه او حساسه مسله ده. په لادرکو کې زياتره پښتانه، بلوڅان او سنديان دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې او يا د بلوڅ او سیندي بېلتون پالو پر ضد د عملياتو پر مهال ورک شوي دي.

نه يوازې کورنۍ او په دې اړه فعال تنظيمونه بلکې د بشري حقونو نړيوال سازمانونه د پاکستان پوځ په لادرکيو کې پر لاس درلودلو تورنوي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي دي. خو په دې ورستيو کې حکومت ځينې داسې ګامونه اخيستي دي چې ورسره د دې ستونزې د حل کېدو هيله پېدا شوې.

هغه پښتانه چې په حراست خانو کې ساتل شوي ول د پېښور زندان ته منتقل شوي. د دې ترڅنګ د پاکستان کابینې څو ورځې وړاندې د هغه قانون منظوري ورکړه چې له مخې به يې د خلکو لادرکه کول جرم وي. د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي چې دا قانون به په راتلونکيو څو ورځو کې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.