د لاسرسي ځای

تازه خبر

بل ځل پنډۍ کې د پوځ مرکز مخې ته پرلت وهو: د مومندو ورکو کسانو کورنۍ


د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه کې د ورکو کسانو کورنیو د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه نیولي. ۲۰۱۸، ۲۹ اپرېل
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه کې د ورکو کسانو کورنیو د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه نیولي. ۲۰۱۸، ۲۹ اپرېل

په مومندو کې د ورکو کسانو د کورنیو غړیو ویلي، که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو د مارچ پر ۲۹مه به د غلنۍ هیډ کوارټر او له هغې وروسته په راولپنډۍ کې د پوځ د دفتر مخې ته احتجاج کوي.

په دې ضلع کې د لادرکه کسانو لپاره د کمیټۍ یو مشر زاهد ساپي د مارچ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې په مومندو کې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې شاوخوا ۱۳۶ کسان لادرکه دي او کورنۍ یې په اړه هېڅ معلومات نه لري. هغه زیاته کړه که حکومت تر ۲۹م مارچ پورې د لادرکه کسانو د موندنې په اړه کوم اقدام و نه کړ نو د غلنۍ په احتجاج کې به د راولپنډۍ پوځي دفتر مخې ته د پرلت لپاره کړنلاره جوړوي.

''زموږ له ګاونډیو او د لیرې خپلوانو نه ځینې کسان لادرکه شوي دي. موږ وړاندی هم احتجاجونه کړي او حکومتي چارواکو سره مو خبرې شوي خو د هغوی ژمنې نه دې پوره شوې. موږ ته حکومت وايي چې ځینې داسې کسان شته چې هغه په جیلونو کې دي او ژر به یې ښکاره کړو او عدالت ته به یې وړاندی کړو. خو لا تراوسه پر دې خبره عمل نه دی شوی.''

زاهد ساپي دا هم وویل چې د لادرکه کسانو په اړه یې د مارچ پر ۲۲مه په پيښور کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته هم احتجاج وکړ خو د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان او د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر پرته ورسره د حکومتي ګوند یا حکومتي ادارې یوه غړي و نه لیدل نو ځکه یې په راتلونکي کې د نورو احتجاجونو پرېکړه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې مشتاق احمد خان او میر کلام وزیر ورسره ژمنه وکړه چې د لادرکه کسانو مسله به په سېنېټ او اسمبلۍ کې راپورته کوي.

د مومندو اوسېدونکي امیر افضل بیا وویل چې په ۲۰۱۵م کال کې یې ورور عاصم خان ورک شوی دی او د هغه د موندنې لپاره یې په پېښور عدالت، د بشري حقونو ادارې او د راولپنډی پوځي دفتر کې درخواستونه جمع کړي دي.

(هغه صوبیدار وو او د دې ټولو ساپو مشر وو، زما ورور د انقلاب پر مهال په هغه سخت وخت کې ډیوټي کوله خو چې هغه چا وړی دی نو معلوم کسان دي. زما د دې ورور دوه ښځې او یوه زوی دی. ما ته چارواکي وايي چې ورور مو درله وژلی دی ځکه چې هغه طالبانو سره اړیکې درلودې خو زه ورته وایم چې ماته د ورور وژنې ثبوت راکړی یانې د هغه قبر او لاش وښيی. زما ورور ته کرنل سیف الله خټک د طالبانو خلاف د مبارزې له وجې ۵۰ زره روپۍ انعام ورکړی وو او دغسې د وزیرستان یوه چارواکي ورته ۳۰ زره روپۍ انعام ورکړی وو او ویل یې چې دا ډېر بهادره انسان دی.)

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي چې په بيړنۍ توګه پر داسې قانون سازۍ کار کوي چې له مخې به يې د خلکو لادرکه کول جرم ګڼل کېږي.

د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د مارچ پر ۱۹مه په دې اړه وویل چې وزیراعظم د بلوچستان د لادرکه کسانو له خپلوانو سره تر لیدو وروسته خپل ځانګړي سیکرېټري ته امر کړی چې د دې کورنيو د لادرکه غړيو په اړه ورته په سمدستي توګه کره مالومات ورکړي.

د خیبر پښتونخوا ایډوکیټ جنرل وکیل مشال رېډیو ته وویل، له استخباراتي ادارو سره چې کوم کسان دي، د هغوی نومونه عدالت ته ورکړل شوي خو هغه کسان چې د لادرکه کېدو وجوهات یې نور دي نو په اړه یې حکومت هم هیڅ معلومات نه لري.

(( کوم تن چې لادرکه شي او معلومات یې نه وي نو خپلوان یې په اړه په عدالت کې درخواست وکړي چې دغه تن امنیتي ادارو نیولی دی نو های کورټ دا درخواست صوبايي او وفاقي حکومتونو او امنیتي ادارو ته واستوي چې ایا دا تن تاسو سره شته او که نه. بیا استخباراتي ادارې په خپل ریکارډ کې د ورک تن معلومات وګوري نو که هغوی سره وي خو عدالت ته یې ورکړي او که نه وې نو بیا خو حکومت په دې کې هیڅ نشي کولای. خو هغه کسان چې کورنۍ یې وايي ورک دي اواستخباراتي ادارې موږ ته لیکلي راکړي چې هغوی سره هم نه شته نو دغه کسان یا خو د افغانستان جهاد پر مهال هغه هېواد ته تللي، یا چا تښتولې او یا د جرایم پیشه کارونو په وجه موجود نه دي نو د دوی په اړه خو حکومت هيڅ نشې ویلې.))

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره له ۲۰۱۱م کاله راهيسې يو کميشن جوړ شوی دی.

دې کمېشن د ۲۰۲۱ م کال د جنورۍ میاشتې په رپورټ کې ویلي چې تر دې وخته شپږ زره نهه سوه څلور څلوېښت لادرکه شويو کسانو مقدمې وړاندې کړل شوې دي چې پکې څلور زره اته سوه دوه ویشت هوارې کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG